د سیلابونو بلا / اندړ

 د هرات په ګلران کې سیلابونو زیات تاوانونه اړولي دي.

د پسرلي په موسم كې كابو هر كال سيلابونه زیات وي خو سږ کال چې هوا لا زیاته غیر معمولي ده، د سیلابونو خطره لا زیاته ګڼلای شو.

  سيلاب ځپلي خلك مرسته غواړي او مرستندويې ټولنې د خپلو فعاليتونو راپورونه خپروي خو په دې منځ كې په دوو اساسي موضوعاتو چې بايد ورباندې خبرې وشي ، خبرې  نه كېږي.

 يو دا چې له راتلونكو سيلابونو څخه د خلكو د خوندي كېدو اندازه څنګه زياته كړو؟ او بل دا چې دغه سيلابونه خو د نړۍ په اقليم كې له هاغه عمومي تغييراتو سره تړاو نه لري، چې له تېرو څو كلونو يې ګرده دنيا پرېشانه كړې ده؟

  په آينده كې د سيلاب د خطر د كمولو لپاره مهم كار دا دى چې سيلابي سيمې مشخصې شي او هلته داسې كانالونه جوړ شي چې د سيلاب  اوبه له كليو، ښارونو او كروندو د سيندونو او بيابانونو په لور منحرفې كړي. دغه كار د افغانستان خلكو له پېړيو پېړيو راهيسې كړى دى خو په تېرو دېرشو كلونو كې چې حالات غير طبيعي شول نو د اشر او مشترك كار روحيه هم كمزورې شوه او خلكو هغه كانالونه چې دوى ورته ( سيل بر ) وايي ، له كلونو كلونو خاورو خټو خالي نه كړل . پكار دا ده چې په ولايتونو كې حكومتي ادارې د خلكو او خيريه موسسو په مرسته هغه سيل برونه يو ځل بيا وكيني او ژور يې كړي چې د كلونو په تېرېدو سره له خاورو ډك شوي او په نتيجه كې اوس د سيلابونو د اوبو د لېږدولو وړتيا نلري.

 له دې چې راتېرشو  بله مهمه خبره دا ده چې ځايي او كوچي خلكو ته بايد وويل شي چې په هغو شېلو كې يا د سيندونو په غاړو باندې بايد كورونه ودان نه كړي چې د سيلاب خطر پكې شته. حكومت بايد دغسې سيمې مشخصې كړي او خلكو ته اجازه ورنه كړي چې هلته كورونه ودان كړي. په دې وروستيو كلونو د كابل ښار په منځ كې ځينې كورونه سيلاب يوړل. په دغو غاړو باندې به پخوا خلكو ته ا اجازه نه وركول كېده چې كورونه ودان كړي. د دې مثال له راوړلو مې منظور دا دى چې په سيلابي سيمو كې له كورونو جوړولو سره مبارزې ته اړتيا موجوده ده.

 په دې برخه كې رسنۍ هم ډېر مهم نقش لوبولى شي. كه چېرته په دې اړه تحقيق وشي او د تحقيق مواد په راډيوګانو او تلويزيونونو كې بيا بيا د خلكو د خبرولو لپاره خپارۀ شي نو يقين دى چې ډېرى خلك به له دغو معلوماتو استفاده وكړي.

  په وروستیو کلونو کې د سیلابونو زیاتوالی یو تصادف نه دی. بلکې پکار ده چې له دې نظره هم غور ورباندې وكړو چې د نړۍ په اقليم كې له راغليو تغييراتو سره اړه لرلاى شي.

  په افغانستان كې موږ ټول پوهېږو چې د پسرلي موسم كابو يوه مياشت رامخكې شوى دى . په هغو ولايتونو كې چې په حمل كې به ونو ګل كاوۀ ، په تېره يوه ،يوه نيمه لسيزه كې وينو چې هلته ونې په حوت كې لا ګل كوي. په هوا كې دغه تغيير د هوا له عمومي تودوخې سره تړاو لري چې د سيلاب په شمول د نورو طبيعي حوادثو د زياتېدو سبب ګرځي.

  د ملګرو ملتونو يو راپور وايي چې د شملې پېړۍ په اتيايمو كلونو كې به په نړۍ كې د لويو طبيعي حوادثو شمېر په متوسط ډول د كال يو سلو پنځه ويشتو ته رسېدۀ خو دا اندازه په وروستيو كلونو كې په متوسط ډول څلور، پنځه سوه موردونو ته رسېدلې ده. داسې ځكه شوي دي چې د نړۍ هوا توده شوې ده.

 ساينس پوهان په نړۍ كې د اقليم د تودېدو دغه درې علته ډېر مهم ګڼي : يو لوى علت يې له فوسيلي سونګه مثلا له تېلو او ګازو د استفادې زياتوالى دى . بل لوى علت يې د فابريكو لوګي او اضافي مواد دي . د ځنګلونو وهل او كمېدل د اقليم د تودېدو بل لوى علت دى .

    د اقليم د بدلېدو او د هوا د تودېدو په وجه په نړۍ كې سيلابونه زيات شوي دي، د غرونو د يخچالونو حجم كم شوى دى، د بحري ژويو ژوند ته مشكلات پېښ شوي دي  او د خوږو اوبو په اندازه كې نور كمى هم راغلى دى .

 افغانستان له بده مرغه د نړۍ په داسې سيمه كې پروت دى چې د اقليم تغييرات ورباندې جدي اثر كولى شي. زموږ ټول ګاونډي د اقليمي تغييراتو په وجه د خوږو اوبو له قلت سره د مخامخ كېدو په حال كې دي. د ايران په اړه ويل كېږي چې په افغانستان كې د جګړې له اوږدېدو سره په دې وجه هم دلچسپي لري چې افغانان دا فرصت پيدا نه كړي چې له خپلو اوبو پخپله خاوره كې استفاده وكړي. پاكستان هم همدا ستونزه لري. په ننګرهار كې شاوخوا يو كال پخوا د هغه جاپاني وژل چې غوښتل يې د كونړ سين له اوبو د ننګرهار د ځكمو د خړوبولو لپاره استفاده وكړي، ظاهرا په پاكستان كې د اوبو د كمېدو له بحران سره ارتباط لري .

  پاكستان كه څه هم د لويو دريابونو وطن دى خو كه نن سبا د پاكستان مطبوعات وګورئ نو يوه اصلي موضوع پكې همدا د اوبو د كمېدو اندېښنه ده. په دوه زره پنځم ميلادي كال كې نړيوال بانك يو راپور خپور كړ چې نوم يې و: پاكستان د وچېدو په لور روان دى . په دغه راپور كې لولو چې د سيند درياب اوبه به په روانه پېړۍ كې له دېرش تر څلوېښت فيصدو پورې كمې شي . له بلې خوا په هند کې د اوبو نویو بندونو پاکستان وارخطا کړی او د اوبو له کمبود سره مخامخ کړی دی.

 دغه كمى د پاكستان په زراعت باندې تباه كوونكى ګوزار كولاى شي ، ځكه خو ويل كېږي چې د طالبانو ځينې ډلې په پاكستان كې دې ته هڅول كېږي چې په افغانستان كې ناامني ته ادامه وركړي ، څو په دې ډول د افغاني خاورې اوبه د پاكستان لور ته روانې پاتې شي.

  د مركزي اسيا په هيوادونو كې هم د اوبو پرابلم خورا جدي پرابلم دى .

 اوس كه بېرته خپل هيواد ته راشو ، نو بايد ووايو چې د اقليم دغه خطرناك بدلانه ته بايد متوجه واوسو او په هغو لارو چارو بايد غور وكړو  چې د اقليمي تغييراتو  په وجه د پيدا شويو مشكلاتو اندازه كمولى شي.

  په دې سلسله كې دوې خبرې ډېرې مهمې دي . يو دا چې لکه څنګه چې ولسمشر غني تاکید کوي ، د بندونو جوړولو ته دې جدي پام واړوي. دغه اوبه چې په سيلاب بدلېږي او زموږ د خلكو كورونه وړي، د بندونو په ذريعه د ژوند او ترقۍ په ذريعې هم بدلېدلاى شي. په دنيا كې د خوږو اوبو د كمېدو معنا دا ده چې د څښاك اوبه او د كرنې لپاره اوبه مخ په كمېدو دي . د سيندونو د اوبو تر څنګ د سيلابونو او بارانونو د اوبو كنټرول كولاى شي چې د احتمالي وچكاليو له تباه كوونكو اغېزو مو خوندي وساتي.

 بل مهم كار دا دى چې د ځنګلونو د احيا لپاره بايد يوه كاميابه ملي ستراتيژي ولرو. كه څه هم له نېكه مرغه د ننګرهار او پكتيا په ګڼو غرونو كې وهل شوي ځنګلونه يو ځل بيا رابوټېدلي دي خو څرنګه چې د دغو دوو ولايتونو نفوس خورا زيات دى او خلك په اقتصادي لحاظ ډېر مشكلات لري نو كه د دغسې  ولايتونو د خلكو لپاره د بديل معشيت يو پروګرام جوړ نه شي، دا پاتې ځنګلونه به هم خداى مكړه ختم شي. د ځنګلونو كمېدل او ختمېدل د سيلابونو د ډېريدو يو لوى عامل بلل كېږي.

  د وروستيو سيلابونو له قربانيانو سره هر راز مرسته پكار ده خو ورسره په دې خبره هم غور پكار دى چې په اينده كې بايد څنګه خوندي پاتې شو.

Categories: مقالې-روانې چارې /ټولنیزې/ سیاسي