د سولې تاریخي فرصت له لاسه مه ورکوئ!/سردار محمد همدرد

0 41

زموږ ګران هیواد له یوې اوږدې څلویښت کلنې جګړې څخه تیريږي، د افغانستان جګړه داخلي او خارجي لاملونه لري، موږ په دې جګړه کې یو ځل تاریخي چانس پیدا کړ،دا هغه وخت وو چې داکتر نجیب الله استعفأ ورکړه،  روسان ووتل،  باید ګډ حکومت جوړ شوی وای!  خو د وخت مشرانو دا تاریخي چانس له لاسه ورکړ،  د واک لپاره یې وطن  کورنۍ جګړې ته بوتلو.
  زه ډېر اوږد بحث نه کوم،  په اوسنۍ جګړې او سوله باند یو څه تریخ حقیقت وایم او دا حقیقت هم د عقدې پر بنیاد نه بلکې د وطن د ملي ګټو په خاطر وایم!ما همېشه د بون د کانفرانس پر نیمګړتیاوو خبري کړي دي  چې ولې طالبان نفي سول، طالبانو ماتې خوړلې وه ، پکار نه وو چې د جنګ اعلان ورسره سوی وی ، اشتباهات هم نړیوالې ټولنې وکړل او هم افغان دولت .
دا چې جګړه ناټو د امریکا په مشرۍ پیل کړې وه،  اوس دوی خپله په دې نتیجې ورسیدل چې دا جګړه په جګړې نه ګټل کیږي او موږ افغانان هم د دې جګړې سوله ایز حل غواړو.
 په دا وروستیو کې متحده ایالات امریکا د ښاغلي زلمي خلیلزاد په مشرۍ د سولې لپاره ډېرې عملي هڅې پیل کړي دي ، اوس موږ افغانان هم د سولې اوسنۍ هڅې بریالۍ بولو!ځیني ډلې چې شخصې ګټې یې په خطر کي دي هغوی مخامخ مخالفت کوي ، حکومت هم د انتخاباتو نارې ډېرې وهي چې دا په خپله یو ډول د سولې په وړاندې خنډونه ايجادول دي.
     دا صحیح خبره نه ده چې په ډېر لنډ وخت کې به موږ  سولې ته ورسیږو، خو انتخابات بیا د پنځه کاله جګړې مانا ورکوي،  دا هیڅ خبره نه ده که دا حکومت د سولې په خاطر یو یا دوه کاله بیا تمدید شي ، خو د سولې دا تاریخي چانس له لاسه ورکول تاریخي او نه بخښونکې جفأ ده

که موږ دا چانس له لاسه ورکړو،  کیدای سي افغانستان یو ځل بیا کورنۍ جګړې ته ولاړ سي او د دې مسولیت به د وخت د مشرانو په غاړه وي.
زه طالبانو ته هم وایم چې تاسې ډېر غرور مه کوئ!تاسې لپاره هم دا مناسبه نه ده چې د بهرنیانو سره ګورئ او افغانانو سره نه ګورئ، د غرور وخت ندی او نه د ګټونکي او بایلونکي خبرې پکار دي، د سولې په اړه قدم پورته کول لوړ اسلامي،  انساني او افغاني اخلاق دي، شرطونه کیږدئ،  د افغانستان د استقلالیت تضمین واخلئ او په خپل وطن رحم وکړئ!په پای کې د درویش دوراني په شعر خپله مقاله پای ته رسوم!
ما خپله توره کړه د ورور په زړه کې ما ته خدایه     چې دوښمن راغی زه په دوه لاسه وم پاتې خدایهچـــــې زه وم ونــــــه دوی د اور لـمـبـې را ؤبللـــې     چـې زه ایره شـــوم دوی خبر ورکړ هــوا ته خدایهښي لاس مې پروت وو د سینې په ژور زخم باندې     د مجبورۍ مې کیڼ لاس پورته کړو.

Comments
Loading...