د جګړې بنياد / وصيل پېروز

په انسان مجله کي مي لوستي وو چي جګړه تر ډګرونو وړاندي په ذهنونو او فکرونو کي پېښېږي. دا د جګړې لومړی بنیاد دی او جګړه له همدې ځايه را پيل کېږي. زموږ د روانې جګړې لومړی بنسټ همدا دی. موږ که غواړو جګړه له منځه يوسو او هيواد مو له دې بلا وژغورو نو لومړی کار بايد له همدې لومړي بنسټه را شروع کړو، هلته چي خلګ چمتو کېږي چي ډګر ته ودانګي او تر یوه او بل احساس لاندي د خلګو په وژنه لاس پوري کړي.

ډېره حيرانوونکې ده چي موږ له شاوخوا څلويښتو کالو راهيسي د يوه هيواد، يوه ښار، يوه قوم، يوې ژبې او ان يوه کلي خلګ د يوه بل وژلو او تباه کولو ته ناست یو. زموږ تر منځ دا بېلتون له فکرونو را ولاړ سوی، موږ د جګړې ډګر ته هغه مهال کښته سوي يو چي ذهن مو ورته چمتو سوی دی. له تيرو څو لسيزو راهيسي زموږ افکارو ته څو ايډيالوژۍ را پيچکاري کېږي او همدا نظريات دي چي زموږ تر منځ د نفاق تخم کري او موږ تياروي چي د يوه بل په وړاندي وسله واخلو.

که غواړو دا ناورين له منځه يوسو او ريښې يې وباسو نو لومړی بايد تر ډګرونو وړاندي اذهانو او فکرونو ته پام وکړو. که فکرا يو څوک چمتو کړو چي جګړه ونه کړي او پوه يې کړو چي دا جګړه څرنګه، چا او ولي را پيل کړې؟ او په دې حقيقت يې خبر کړو چي زه او ته د يوې سيمې، يوې ژبې او يوه هيواد خلګ يو، تر بل هر چا زه او ته سره نژدې يو او تر بل هر چا زه او ته ښه سره پوهېږو نو ولي يو بل ووژنو؟ جګړه په خپله درېږي. دلته تل د جګړې د مخنيوي لپاره د وسلو او باروتو پر را وړلو کار سوی دی، څو چي د جګړې فکر  ژوندی وي د جګړې ډګر به تود وي. هيڅ وسله او هيڅ تشدد د جګړې مخه نه سي نيولای، ځکه جګړه بيا هم په اذهانو کي ژوندۍ ده او يو وخت نه يو وخت وار کوي. موږ وينو چي د نړۍ په ډېرو خوندي او با امنه هيوادونو کي هم ترهګر هر وخت په لسګونو خلګ وژني. هلته حکومتونه هر څومره ځواک لري مګر بيا هم ترهګر توانېږي بدې پېښي ترسره کړي، ځکه چي جګړه لا هم په فکر کي ژوند کوي او وار ته ګوري.

د دې هيواد د خلګو او حکومت لپاره بايد د لومړيتوبونو په ليست کي لومړی ځای د دې وي چي څرنګه جګړه په نطفه کي ياني د خلګو په اذهانو کي له منځه يوسو؟ کله چي موږ وتوانېدو چي د جګړه مار ذهن واړوو، هغه بې له کوم تشدد، بې له زاريو او بې له ننواتي څخه په خپله سولييز ژوند ته ستنېږي. خو متأسفانه چي حکومت دې مهم اړخ ته هيڅ توجو نه کوي او بله لويه بدمرغي خو لا دا ده چي موږ هيڅ داسي ولسي رهبر تر اوسه ونه موند چي پر دې بنيادي مسايلو د خلګو پام را جلب کړي او ويې پوهوي چي که جګړه پردۍ ده، وسلې پردۍ دي نو هغه افکار هم پردي دي چي تاسو يې په ذهنونو کي ساتئ، هماغه افکار د جګړې لومړني د سون توکي دي. دلته هيڅ يو د بل دښمن نه دی، نه هيڅ يو ستاسو تر منځ کافر دی. دلته ټول افغانان دي، د يوه کور، يوه ښار او يوه هيواد اوسيدونکي دي. هر هغه فکر چي تاسو د يوه بل په وړاندي پاروي پردی دی، همدا د جګړې لومړنی پيل دی، وغورځوئ دا فکر او د يوه بل لپاره د مينې افکار په خپلو ذهنونو کي وکرئ.

0