د امریکا په دریځ کې د بدلون اړتیا/سرلوڅ مرادزی

0 39

امریکا په افغانستان کې د جنګېدونکو طالبانو او نورو ترهګرو په وړاندې چې پاکستان کې د روزنې او پالنې خوندي مرکزونه لري، زیات فرصتونه له لاسه ورکړی. که نه شو ویلای چې دا ټول فرصتونه دې له یوې مخې او په لویلاس ضایع شوي وي، خو دې کې هم شک نشته چې ځینې یې ساده تېروتنه نه شو شمېرلی، بلکې ډېر يې په خبرتیا او پلان له لاسه تللي او وضعه يې تر دې بریده پیچلې او کړکېچن کړې ده. په دې برخه کې د پاکستان د پوځ او استخباراتو په تړاو د امریکا چوپتیا او اغماز د پوښتنې او کرکې وړ دی. همدارنګه افغانستان کې دننه، هغه ډلو او جګړه مارو سره د امریکا سخاوتمندانه چلند د اندیښنې وړ دی چې یوخوا طالبانو او ترهګرو سره د پردې تر شا اړیکې پالي؛ د اوربند، سولې او پرمختګ په وړاندې خنډ دي او بلخوا د مرکزي حکومت سره موازي چلیږي.

دواړو تګلارو حالات ورځ تر بلې ترخه کړي او غمیزه یې غځولې ده!

که د امریکا او لوېدیځ د ۱۸ کلن اوږد حضور او فرصتونو د لاسه تلو په اړه ډېرې خبرې زموږ د اوسني بحث موخه نه وي او طالبانو سره یوازې د تېر یو کال د ۹ پړاوونو د خبرو موضوع راواخلو، دغه پیر کې د خلیل زاد په مشرۍ د سولې په اړه د امریکا څپڅپاند او ناڅرګند دریځ او د افغان حکومت په وړاندې ناسم چلند حالات څومره کړکېچن او د جګړې دوام څونه افغانان د مرګ پر ټغر کښينول!

په دې ۹ پړاو خبرو کې طالبان وپړسول شول او په لویدیځه رسنیو کې په سلو کې د ۶۰ او ۷۰ برخې افغان خاورې د ولکې ډرامه د هغوی په غوږونو کې وروڅڅول شوه. هڅه وشوه چې افغان حکومت د طالب کچې ته چې په خورا ښه حالت کې هم له تنظیم او ډلې پورته حیثیت نه لري، راټيت کړي شي. طالب د ډلې او تنظیم له کچې، د اسلامي امارت مدارجو ته لوړ شو. په کور دننه هم د مرکزي حکومت بدخوا او دښمنې کړۍ، د حکومت پرځای طالبانو سره د خبرو لپاره وهڅول شوې او یا يي خپله د حکومت په وړاندې د امریکا له پیکه دریځه ګټه پورته کړه. د خبرو لپاره د پلازمېنې کابل پرځای، د حریفو او بدنیته هېوادونو پلازمېنې او ښارونه لکه دوحه، اسلام اباد، ماسکو او نور په نښه شول. په دوحه کې د خلیل زاد او طالبانو د خبرو اجندا اوربند او سولې ته د لومړیتوب پرځای، له افغانستانه د امریکا د وتلو او امریکا ته د طالب لخوا په تضمینونو ترتیب او سینګار شوه. دې اجندا کې د افغانستان اسلامي جمهوریت نوم پیکه او د طالب اسلامي امارت افغانانو او نړیوالو ته ښاغلی وځلول شو.

یوازې په یوه کال کې د پېښو کرونولوژي ښۍ چې د اوربند، سولې، مرکزي حکومت او د افغانانو د اوږد ناورین د ختمېدو مخې ته څونه بندۍ واچول شوې او حالات تر کومه کچې د ویجاړۍ په لور وخوځېدل.

که چیری د ولسمشري ماڼۍ په لارښوونه، د امنیتي سلاکار حمدالله محب غوڅ دریځ نه وای، خلیل زاد د افغانانو منځ کې د خپل تور مخ د سپيناوۍ او نورو موخو لپاره، په ۱۹۹۲ کال د ملګرو ملتو د استازي بینن سوان د سولې کړنلار پشان، هر څه بیا په اوبو لاهو کول. توپیر به یوازې دا وای چې د پخوانو سړیخورو مجاهدینو پرځای به نوي سړیخواره طالبان او زاړه سړیخوارهیوځای او په ګډه ، ارګ کې کښينول شوی وای او ناورین به لا نوي ابعاد پیداکړی وای!

طالبانو سره د خلیل زاد د خبرو ۹ پړاوونه، سړی ته د ۱۳۶۴ کال د ببرک کارمل لس تیزسونه رایادوي. هلته هم د سولې خبرو کې اجندا سرچپه وه، مخالف لوري ته پکې ځای او تګلار نه وه،ځکه یې نتیجه هم نه درلوده. د خلیلزاد د سولې اجندا هم د پښو پرځای، په سر ولاړه وه. که چیري په پښو ولاړه او څرګنده وای د امریکا د ولسمشر ټرمپ په یوه ټویټر نه مړه کېده او په اوبو نه لاهو کېده.

د لړم په ۲۳ مه، په کابل د امریکا سفیر جان بس وایې، درې مهم طالب زندانیان ځکه خوشې نه شول چې طالبانو د دغه زندانیانو له خوشې کېدو یوه ورځ وروسته خونړي بریدونه وکړل. د نوموړي اشاره د لړم په ۲۲ مه، په لوګر کې د طالبانو هغه برید وو چې د بهرنیو ځواکونو په کاروان یې وکړ او هم یې په کابل کې د یو بهرني امنیتي شرکت په موټر چاودنې ته وه چې هلتهلږ تر لږه ۱۲ کسان ووژل شول او ۲۰ نور ژوبل شول.

د جان بس یادې څرګندونې کټ کټ د ولسمشر ټرمپ هغه تویټر ته ورته دي چې هلته هم د کابل شش درک کې د طالبانو په ځانمرګي برید کې د یوه امریکایې په ګډون ۱۲ تنه نورافغانان ووژلشول او په تړاو یې ډونالډ ټرمپ طالبانو سره خبرې بیخي مړې اعلان کړي.

نوموړي سفیرهمداراز زیاتوي«امریکا د افغانستان د ستراتیژیک ملګري به توګه په راتلونکو او بعدي اقداماتو کې له افغان حکومت سره په ګډه او له نږدې کار کوي»

ریښتیا هم یوازې د بندیانوپه اړه نه، بلکې که د ټولو بنستیزو چارو په اړه امریکا او لوېدیځ، پخوا افغان حکومت سره ګډ کار کړی وای، د افغانانو غمیزه دومره نه اوږدېده.

د افغان حکومت سره په ګډه کار چې اوس یې امریکا، کابل کې د خپل سفیر په خوله بیانوي، د امریکا په زوړ دریځ کې یو څه بدلون څرګندوي.

طالبانو سره د خلیل زاد پټې او شرمونکۍ خبرې چې د افغان حکومت په غوڅ او هېوادپال دریځ ناکامې او ټرمپ مړې اعلان کړي، هم د دریځونو په بدلون کې د مثبتې نښې پتوګه یادولی شو.

که چیری په ریښتیا سره د افغان مرکزي حکومت په ننګه، په کور دننه د حکومت مخالفین او جهادي مافیا او بلخوا اسلام اباد؛ د امریکا او لوېدیځ غوڅ دریځ ووینی، افغان غمیزه به له دغه کړکېچن برخلیکه راووځي. همدارنګه په پاکستان کې د طالبانو او نورو ترهګرو لکه داعش د پټنځایونو په اړه که امریکا غوڅ دریځ ونه نیسي او د تېرو دوه لسیزو په څیر هلته د پيشو او موږک لوبه جاري وساتي، حالاتو کې به ګټور بدلون پېښ نه شي او د امریکا په اړه به د افغانانو شک نور هم زیات شي.

د لړم په ۲۴ مه، د هېواد لومړۍ میرمن رولا غني د امریکا د سولې انستیتوت په یوه غونډه کې وویل«افغانستان پرمختګ کوي. باید لا ډېر څه وشي، اوس دا هېواد په سم لوري روان دی. په پای کې دا هېواد د ټولو لپاره په یوه مناسب ځای بدلیږي. زه ویلای شم د هیچا زیار او قربانی به خوشې لاړه نه شي»

ډېری افغانان خپلې هیلې د ټولټاکنو د ښو پایلو سره تړي. که چیري ټاکنې د ولسمشرغني په مشرۍ دولت ساز ټیم وګټي چې ښای ویې ګټي، هېواد به د پرمختګ سم لوری ونیسي. طالبان به بلاخره اړ شي چې اوربند ته غاړه کیږدي او نوي منتخب حکومت سره مخامخ خبرې پیل کړي. افغانان له امریکا هم غواړي چې د افغانستان په اړه زړه او افغان شکمنه تګلار بدله کړي. د اوربند، د افغان حکومت پر محور د سولې له مخامخ خبرو غوڅ ملاتړ وکړي. افغان حکومت سره د موازي حکومتونو او بېلتونپالو هڅو له ننګې ډډه وکړي!

Comments
Loading...