د افغانستان د سیاسي میدان سربداله نڅاګرې/اباسین بریال

روسو به مسیحیانو ته ویل؛ د مسیحیت د تقدس د ثابتولو کوشش مه کوئ، دا ثابته کړئ چې تاسې واقعاً مسیحیان یاست کنه؟

دغه خبره د حضرت صیب مجددي په کور کې د ګډوډو خلکو تر پرونۍ عکس العملي غونډې رایاده شوه.

زما پوښتنه دا ده چې له امریکا سره دوستي- دښمني، سکه- ناسکه یې پر خپل ځای، خو ایا دغه راټول شوي خلک واقعاً په افغانستان، استقلال او ولس باور لري، له درد او خوښي نه یې څه حس لري، که د غیرمهمتوب له شخصي‌تکلیفه بیا د وطن داو وهي؟

له زاړه حضرت صیب یې راشروع کړئ، په ښي لاس یې شمېرئ، بېرته یې پر هماغه مېز تر محقق پورې ورسوئ، کوم یو یې د امریکا په خیشته نه دی را غټ شوی؟

خپل کور ته په ټټر روان وي، خو د امریکا سفارت ته په عادي اشاره په خاپوړو وردرومي، چې کوم عادي ناټو، سفارتي مامور، یا بهرنی استخباراتي ځری یې کورته ورغلی، هر یوه یې عکسونه په خواله رسنیو، د مېلمستون پر دېوالونو او د خوب خونو د چپرکټونو د پاسه لګولي وي، حتا په دغو عکسونو په ملت کې فخر فروشي هم کوي.

دغه خلک ټول له امریکا نه بغیر نیمګړي دي، کاملاً نیمګړي، ځکه چې دوی جوړ کړي امریکایانو دي، هر یو پوهېږي، خو د حسن تکرار لپاره ټینګار کوم چې موافقت یې پر خپل ځای، حتا د امریکا د مخالفت دستوره هم له امریکا اخلي.

په همدې ګرمه لوبه کې بس یو راز پروت دی؛ دا چې ملت باید سربداله وساتل شي، لاره یې ورکه وي، خپل دوست و دښمن و نه پیژني او امریکا ته د دایم لایتناهي حتا تقدیر ماننده طاقت په نظر وکتل شي.

حضرت صیب چې په لویه جرګه کې د امنیتي تړون پر سر د هجرت ګواښ‌ کاوه علت یې دریاد شي؟ علت یې دا و چې تر حضرت امریکا ته بل چا ښه لابي نشوای کولای.

مګر هغه دی چې جان کېري وویل: حضرت پیسې خوړلې وې.

د اتمرصیب نه به نن څوک پوښتنه وکړي چې د څوکۍ د اشغال په ۲۴ لومړیو ساعتونو کې د کومې وحیې یا الهام په سبب د تړون امضا ته اماده شوې؟ سوچ دې وکړ؟ هغه وخت دې په دې عواقبو فکر کولای شوای؟ نن یې ځواب ویلی شې؟ که دومره عاجل و، نن مخالف ولې یې؟ که لکه نن دومره خطرناک و، بیا دومره عجله او سیاسي انتحار دې څه له کولو؟

د محقق او مدبر نیمه ورځ اوس هم د امریکا په سفارت کې تېرېږي، لامل یې دا دی چې هغه نیمه نوره ورځ د ایران په سفارت کې تېروي. دا پاراډاکسونه نه دي، دا حقیقتونه دي چې دلته د بهرنیانو ګټې په ټیټه سطحه متزلزله دي، ګنې په لوړه سطحه بېخي مرتبې او په پلان برابرې مخ ته درومي.

یوازې محقق غوندې، مدبر غوندې خلک ورته په کار دي.

په پارلمان کې چې د اخېر ځل لپاره پر امنیتي تړون خبرې کېدې او چانس د کرزي له لاسه ووت، یکې یوازې د فراه وکیلې بلقیس یې مخالفت وکړ، ټولو وکیلانو پرې ور پرچ وهل چې دلته ایران د تړون خلاف پیسې وېشلې او موږ باید دا تړون همدا نن تایيد کړو.

بلقیس خاینه، ایرانۍ جاسوسه، امریکا ستېزه وطن دښمنه شوه، خو دا نور ښاغلي چې جېبونه یې په رښتیا له ډالرو ډک کړي وو، وطن دوستان، ولس دوستان او مالکان شول.

هماغه وکیلان پرون د حضرت صیب پرخوا و شا راټول وو، له امریکا سره د تړون د لغوې خبره یې کوله.

حقیقت دی، دا تړون د ملغا وړ دی، دا تړون د تاریخ په رسوایي بدلېدونکی دی، دا تړون تطبیقي جنبه و نه لرله، امریکا په دې جګړه کې افغان ولس ته په اوولس کلونو کې د خپل حقانیت سپیناوی ور نه کړای شوای، خو ایا امریکا دغه جګړه، دا توافق، دا ګېم له عامو افغانانو، بزګرانو، نانوایانو، محصلینو، ګدایګرو سره پیل کړی و، که له همدې جنابانو اربابانو سره؟

د افغانستان د سیاست پر مسند د ناستو غټانو یو بد عادت دا دی ‌چې د خپلو ګناهونو کفاره بېرته په عوامو پرې کوي، بښنه یې شان کې نه شته، د شرم سترګې نه لري، له صحنې نه وځي، بې سیاسي خرمستۍ یې ګذاره نه کېږي.

هر یو یې داسې فکر کوي چې دې وطن ته که ښه وي، که بد تصمیم باید زه ونیسم او نور خلک هسې شوده‌ګان دي.

له امریکا سره د ولس له ادرسه د هیچا نه دوستي وه نه دښمني، نه دلچسپي وه، نه یې بدي ته د چا واڼې تخڼېدې.

دلته یو غریب اما وجداناً ډېر مستغني ولس اوسي، په یوه څاښت شواروز تېرولای شي، خو مړسترګي او چاپلوسي یې نه خوښېږي، د ټیټو سترګو خیرات نه شي خوړلای.
د دې ولس له پردیو دښمنیو سره څه و؟ دوی به چې په ښکار پسې هم غشی توغاوه، زړه به یې برېښېده، دا ټوپکې، بمونه، واسکټونه، ډرون، سټېنګرې او نارنجکې خو ټولې دغو سیاسي تنظیمي نڅاګرو راوغوښتې، په یو بل پسې یې راوغوښتې له امریکا، روس، ناټو، عربو، پاکستان ایران یې واخیستې او ولس یې لولپه کړ.

خبره د څو پاڼې امنیتي تړون نه ده، خبره له سره د هغې انګېزې ده چې دوی به د دنیا طاقتونه خپل وطن ته رادعوت کول او تر مخ به یې برګ اتڼ اچولی و، کله د جهاد په نامه، کله د کمونیزم او ملایت په عنوان او نن چې بیا کترې کنایې غږوي، څو علته دي؛

یو تعداد یې بې خرڅه شوي، شور جوړوي ځان مړوي، بله طبقه یې بې اهمیته شوي، غواړي مطرح شي، اقتدار ولري، بل تعداد له امریکا سره د مخالفت په سطحي مانورو ولس ته خپل زور ښي، اما بېخي لوی تعداد یې چې د امریکا د تړون، فزیکي حضور یا بل بل څه مخالفت کوي، شک مه کوئ چې د امریکا په اشاره د امریکا د سیاست تلوسه پیاوړې کوي.

د امریکا داسې ملګري خوښېږي چې د ورځې تورې برېښوي، ماښام یې تر غاړه څنګلې ورچاپېره کړې وي. ټیک لکه دا زموږ ستاسې اوسني ټیکه داران.

جنګ به روان وي، خلک به مري، له تړون او بې تړونه به د بهرنیانو حضور دوام لري، همدا تړون ضد ممثلین به د امریکا نازدانه ګان وي، چېرته به طالب حمله کوي، افغانان به وژني، چېرته به په رد عمل کې افغانان وژل کېږي، کله به د طالب تله درندېږي کله د همدې بلاګانو…….

او د پسه ملت پر خاوره د ژوند همدا روټین همدا دستور دی، ځکه چې له خپل قصاب سره مینه لري.

Categories: مقالې-روانې چارې /ټولنیزې/ سیاسي

Tags: