د ټاکنو په اړوند د ملې تفاهم او همغږۍ مرکز وړاندیزونه

0 24

د افغانستان د سولۍ او ولسواکۍ د ملې تفاهم او همغږۍ مرکز [د ملې همغږۍ مرکز (مهم)]

د افغانستان ملت ته د روانو ولسمشریزو ټاکنو په اړوند زمونږ وړاندیزونه

د خوښی ځای دی چې د ډیرو راز راز تشویشونو او پراخه مخالفتونو سره بلاخره دا دی په هیواد کې ولسمشریزه ټاګنې په څو ورځو کې تر سره کیږی. ټولو نوماندانو ته په درناوي، زمونږ دا لیکنه عامه او د هیڅ کاندید په پلوي نده لیکل شوی.  د هیواد لوړو ګټو او زمونږ د هیوادوالو د اوږد جهاد او غمیزو د ارمانونو په خاطر؛ د افغانستان د ملې همغږۍ مرکز دا خپل تاریخې مسؤلیت بولې چې د دی ټاکنو په اړه افغان ولس، روڼ اندو، او ټولو ملې مترقې قوتونو سره خپل نظرات او وړاندیزونه شریککړي. د ټولو افغانانو نه زمونږ هیله ده چې:
۱ –  د ولسواکۍ د دغه نسبې چانس نه ولو که ډیر محدودیتونه هم لری اعظمې ګټه پورته کړئ او په خپلو ټولو توانمندیو په ټاکنو کی فعاله، با پوهه او با مسؤلیته ونډه واخلې.  پدی اړه مونږ د ټولو افغانې ورونو نه هیله کوو چې د خپلو کورونو ښخي(مور، خور او لور) ته هم په خپلو ټولو امکاناتو سره په ټاکنو کې د ګډون او رایو ورکولو زمینه برابره کړي.

۲ –  مونږ د دولت د هغو مخالفینو نه مننه کوو چې په انتخاباتو کې یی د ګډون هوډ وښوده، او په هغه نورو هم دا غږ کوو چې که تاسو غواړي چې ځانونه افغانان او د ولسواکۍ او ازادی پلویان ثابت کړي، نو د انتخاباتو په وړاندی د هر نوعه مداخلو مخه ونیسي، او خلک د رایو ورکولو ته وهڅوي. دا کار به په تاسو د خلکو شکونه کم، او پر تاسو به یی باور او له تاسو سره د هغوي مینه به لا زیاته کړی.  هیڅ افغان خارجیان په خپل ملک کې نه غواړی.  که تاسو سوله وکړئ، نو مونږ ټول به له تاسو سره په ګډه د خارجیانو د وتلو غږ پورته کړو.

۳ –  مونږ د افغانستان د ټاکنو په خپلواک کمیسونونو او د حکومت په دری ګونو قواو غږ کوو چې دا انتخابات په پوره شفافه او با امنه او سمه توګه تر سره کړی. پرینږدی چې د ۱۳۸۳ ل کال په څیر انتخابات بیا د شکونو سره مخ او دوهم پړاو ته د تللو او بلاخره  د پردو د مستقیمو مداخلو زمینه برابره کړی.  مونږ د ۱۳۸۷ کال د جنجالې انتخاباتو بد نتایج ولیدل چې زمونږ د مشرانو او په مجموع کی یی زمونږ د ملت هویت او ارزښتونو ته سخت تاوان ورساوه او په نتیجه کی یی داسی یوه ناکامه او غیر مؤثره اداره رامنځ ته شوه چې د نړیوالو د ښو فرصتونو سره سره مو بیا هم نه یواځی دا چې لازم پرمختګونه ونه کړل بلکه هره ورځ په شرمونو وشرمیدو.  

۴ –  مونږ د هیواد د ټولو امنیتې قواو او دولتې مامورینو نه هیله کوو چې په پوره اخلاص او جدیت او کامله بیطرفې د انتخاباتو د امنیت د تامین په برخه کې د مؤثرو با پلانه اجراتو له مخې جدی اجرآت وکړی او پدی برخه کی د هر نوعه امنیتې مداخلو په کلکه مخه ونیسی.  همدا راز مونږ د حکومتې ټولو مامورینو او منصوبینو نه هیله کوو چې په انتخاباتو کی د خپل حکومتې نفوذ د استعمال نه ډډه وکړی.

۵ –  مونږ د انتخاباتو د مستقل کمیسون او نورو کمیسونو د مشرانو او مامورینو نه هیله کوو چې د خپل مظلوم ملت د دغه ستر امانت په کلکه قدردانې او وکړي او په انتخاباتو کې د هر نوعه زورواکې او درغلیو مخنیوی خپل هغه اسلامې، افغانې او انسانې ستره دنده وبولې چې د هغې په سمه طریقه تر سره کولو له لاری کولای شی چې د دغه هیواد کې د لا زیاتو وژنو او وینو بهیدلو مخه ونیسی، چې اجر او ثوابونه به یی هم د ملت سره او هم د لوی خدای سره بی شمیره وي.

۶ –  بلاخره تر ټولو مهمه دا ده چې مونږ په ټولو افغانانو غږ کوو چې د خپل کاندیدانو په انتخاب کی د احساساتو او قومې ګرایی پر ځای د پوره سوچ او ملې ګټو ته په درناوی، و دغو لاندی اساسی ارزښتونو ته زیاته توجه وکړی او خپل اړوند کاندید د دغو ارزښتونو په رڼا کې غوره کړي:

1. هغه کاندید ته رایه ورکړی چې هغه د افغنستان په استقلال، ملې حاکمیت او د خاوری په بشپړوالې باورمند او د هیوادوالو تر منځ د هر نوعه تبعیض په ضد وي.
2. هغه کاندید چې د افغانستان جمهوری نظام ته وفادار او د هغې ساتل ور ته د یوه اساسی اصل په توګه مطرح وی.
3. په ولسواکۍ باورمند او د خلکو رایو او نظریاتو ته درناوی ولري.  هغه کاندیدان چې د حزبونو په نمایندګې کاندید دي، اقلآ دوي د خپلو حزبونو په مرامنامو کې ولسواکې شامله کړی وي، او د خپلو حزبی ملګرو تر منځ یی دیموکراسی عملې کړی وي، او د خپلو ډلو نه په دیموکراتیکه توګه  دغه ولسمشریزه ټاکنو ته غوره شوي وي. نو هر هغه څوک چې په فلسفې لحاظ دیموکراسی نه منې او په خپل حزب کې دننه دیموکراسی نشی عملې کولای هغه به افغانانو ته څنګه دیموکراسی ورکړای شی.
4. هغه کاندید چې هغه په افغانستان او افغانیت باورمند وی، او د هیڅ خارجې هیواد سره په پټو او استخباراتې اړیکو او د هغوي نه د پټو او ښکاره بډو اخستلو متهم نه وي.

پ: هغه کاندید چې د افغانانو په ملې یوالې باورمند او د افغانستان د هیڅ قوم، مذهب د پیروانو، ملې مشرانو او ملې ارزښتونو لکه ملې سرود او ملې بیررغ ته یی درناوي کړی او د هر نوعه سپکاوي او توهین یی ډډه کړی وي.

ټ. د هیواد په تیرو څلویشت کلنو غمیزو کې په کورنې جګړو، وژنو ، چور او چپاول کې یی لاس نه وی لرلی.

5. په هیواد کې د یوی ابرومندی او تلپاتې سولې غوښتونکې وی نه د یوه تپل شوی سولې چې مفهوم یی بیګانوو ته تسلمیدل وی.
6. د هیڅ کوم خارجې هیواد لاس پوڅې نه وی او نه یی په پټه یا ښکاره د هغوي نه بډی تر لاسه کړي وي.

په درنښت  

د ملې همغږۍ د مرکز د عالې شورا سکرتریت

د میزان ۱، ۱۳۹۸ ل

Comments
Loading...