د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګرۍ ته لنډه کتنه

ژباړه او زیاتوونه: شفیق الله یوسفزی

لیکوال: اجمل رحیمي

افغانستان په وچه کې راګېر هېواد دی چې د سوداګرېزو اړیکو او نړیوال مارکیټ ته د لاسرسي لپاره په ګاونډيو هېوادونو باندې تکیه دی او د خپل اکثره صادارتو او وارداتو لپاره د کراچۍ په بندر پورې تړلی دی. په ۱۹۶۵ زېږدیږ کال کې افغانستان او پاکستان د ATTA (Afghanistan Transit Trade Agreement) تړون لاسلیک کړ، څو د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګرۍ ته پراختیا ور کړي او د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونه له منځه یوسي. د دې تړون له مخې پاکستان افغانستان ته د سوداګرۍ د ازاد ترانزیت اجازه ورکړه او د سوداګرۍ لپاره لاندې ترانزیتي دهلیزونه یې د افغانستان سوداګرۍ لپاره وټاکل کړل:

  1. کراچۍ–پیښور-تورخم
  2. کراچی-چمن-سپین بولدک
  • قاسم بندر (په ۱۹۹۸ کال کې اضافه شو)

د اټا د تړون له مخې پاکستان ته د افغانستان له لارې د منځنۍ آسیا سره نښلېدل ذکر نه وو، ځکه چې هغه وخت د منځنۍ آسیا هېوادونه د شوروي اتحاد یوه برخه وه او شوروي اتحاد د پاکستان سره په هر ډول سوداګرۍ بندیز لګولی وو.

افغانستان او پاکستان د ۲۰۱۰ کال په اکتوبر کې د ترانزیت یو نوی تړون APTTA (Afghanistan-Pakistan Transit Trade Agreement) لاسلیک کړ. د اپټا تړون له مخې پاکستان افغانستان ته حق ور کړ چې د پاکستان د خاورې له لارې د پاکستان بحري بندرونو او سویلي آسیا مارکیټونو(په ځانګړي ډول د هندوستان مارکيټ) ته لاسرسی ومومي او افغانستان هم پاکستان ته د خپلې سوداګرۍ د پراختیا لپاره اجازه ور کړه چې د افغانستان له لارې د منځني آسیا هېوادونو سره وصل شي. همدا راز دا هم په نظر کې نیول شوی وو چې بېلا بېل مالیات، فیسونه او نور تادیاتي لګښتونه به هم له منځه وړل کېږي. د اپټا تړون دواړو هېوادو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا ترڅنګ مالیاتي او ترانزیتي عواید هم له ځانه سره لرله.

د اپټا په تړون کې افغانستان لاندې ترانزیتي دهلیزونه منځني آسیا ته د پاکستاني صادراتو د دننه کېدو او وتو ټکي وټاکل:

  1. تورخم-حیرتان (د ازبکستان سره)
  2. تورخم-تورغونډۍ (ازبکستان سره)
  • تورخم-آی خانم (تاجکستان سره)
  1. تورخم-شیرخان بندر (تاجکستان سره)
  2. تورخم-آقینه (ترکمنستان سره)
  3. چمن-اسلام قلعه (ایران سره)
  • چمن-زرنج (ایران سره)

که څه هم د اپټا تړون افغان سوداګرو ته یو شمیر آسانتیاوې رامنځته کړې، خو بیا هم یو شمېر ستونزې پر ځای پاتې دي. پاکستان په قصدي ډول خپل ترانزیتي لارې د افغانستان پر وړاندې د فشار وسیله ګرځولې، د افغانستان او هندوستان ترمنځ سوداګریز، اقتصادي او سیاسي همکارۍ څخه اندېښنه لري او همدې لپاره يې وخت ناوخت د ترانزیت په برخه کې ستونزې راولاړې کړي دي.

د طالبانو د رژیم له منځه تلو او د نوي دولت په رامنځته کېدو سره د افغانستان حکومت تر ډېره هڅه وکړه چې د پاکستان سره خپله سوداګري پراخه کړي. په ۲۰۰۲ زېږدیز کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ اندازه ۲۰ میلیون ډالره اټکل شوی وو او په ۲۰۰۴ زېږدېز کال کې ۷۰۰ میلیون ډالرو ته لوړ شو. د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ ګراف د لوړېدو په حالت کې پاتې شوی او یواځې په ۲۰۰۶-۲۰۰۷ کلونو کې د سوداګرۍ اندازه ټیټه شوه چې هغه هم خپل علتونه درلودل. د سوداګرۍ د بیلانس له مخې پاکستان همیشه په ګټه کې وو او افغانستان د لګښت کوونکي هیواد په توګه همیشه کسري حالت درلود. په پاکستان کې په سلګونو فابریکې فعاله شوې او په زرګونه کارګران په کار بوخت شول، څو د افغانستان مارکیټ ته خپل تولیدات صادر کړي، په اوږدمهال کې د پاکستاني کارګرو په مزد کې ډېروالی راغی او په مقابل کې يې ارزانه خام توکي له افغانستان څخه پیرل.

په ۲۰۱۰-۲۰۱۱ کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ اندازه ۲۵۰۹ میلیون ډالرو ته لوړه شوه او د تېر په څېر د پاکستان ګټه نسبت افغانستان ته په کې ډېره وه، خو بیا هم پاکستان وخت ناوخت د سوداګرۍ په برخه کې ستونزې رامنځته کولې او د شویو تړونونو خلاف به يې ګام اخیسته. په ۲۰۱۶-۲۰۱۷ مالي کلونو کې د افغانستان ټوله نړیواله سوداګري له ۷ میلیارد ډالرو څخه هم ډېرېده، چې له دې څخه ۶،۵ میلیارد ډالره يې واردات او پاتې ۵۹۶ میلیون ډالره يې صادرات وو او د افغانستان د ټولو وارداتو پنځوس سلنه یواځې دریو هېوادونو ایران، پاکستان او چین جوړوله. په ۲۰۱۴ کال کې د ولسمشرغني هېوادمشر کېدو سره د سوداګرۍ په بدیلو لارو کار پیل شو. د ملي وحدت حکومت خپله سوداګري له هندوستان او په ځانګړي ډول ایران، چین او د منځنۍ آسیا هېوادونو سره پراخه کړه. تر ټولو مهمه دا چې افغان حکومت د سوداګرۍ د سرغړونو له امله پاکستان وګواښه چې د افغانستان له لارې منځنۍ آسیا ته د لاسرسي لاره به پرې بنده کړي او همداسې يې هم وکړل چې اوس پاکستان خپل توکي د افغانستان له لارې منځنۍ آسیا ته د افغان حکومت د بندیز له امله نشي صادرولی.

د افغان دولت په ځلونو غوښتنو سره سره پاکستان افغانستان ته یواځې ددې حق ور کړ چې خپل صادرات د واګا بندر له لارې د هندوستان مارکیټ ته ورسوي؛ خو هیڅکله يې د هندوستان څخه د هندي توکو وارداتو ته اجازه ور نه کړه. واګا د افغانستان او هندوستان ترمنځ د سوداګرۍ تر ټولو لنډه او ارزانه ترانزیتي لاره ده.

د افغانستان اقتصادي او سوداګریز پرمختګ ته په کتو، د پاکستاني توکو (له خوړو څخه تر ماشینرۍ او رغنیزو توکو پورې د ټولو پاکستاني تولیداتو) تر ټولو ښه بازار افغانستان دی او افغانستان هم د خپل کم مقدار کورني تولید سره خپله تقاضا نشي پوره کولای او ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان څخه توکي واردوي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي شخړو له امله اکثره وخت سوداګري اغېزمنه شوې او د دواړو هېوادونو په سوداګرېزو اړېکو يې نیغ منفي اغېز ښندلی؛ له همدې امله افغانستان مجبور دی چې خپله سوداګري د پاکستان له انحصاره خلاص کړي، بدیلې ترانزیتي لارې ومومي او د نورو ګاونډیو (په ځانګړي ډول له هندوستان) سره سوداګریزو اړیکو ته پراختیا ورکړي.

د هندوستان په ځانګړې پاملرنې او پانګوونې، په ایران کې د چابهار بندر جوړ شو، د افغانستان او هندوستان ترمنځ سوداګري د ایران له لارې فارس خلیج سره او بیا له هغه ځایه د عربې بحیرې له لارې هندوستان سره ټينګه شوه او پدې ډول افغانستان او هند سره ونښلول شول. د چابهار بندر د افغانستان او هندوستان د نښلېدو او د سوداګرۍ د پراختیا ترڅنګ به د منځنۍ آسیا او هندوستان ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا سبب وګرځي او منځنۍ آسیا به د هندوستان د صادراتي توکو ستر بازار وي.

د چابهار بندر پرانیستل د افغانستان او سیمې په سوداګرۍ ژور اغېز لري، د سوداګرۍ نوي فرصتونه يې رامنځته کړي او د افغانستان د سوداګرۍ بدیله لاره ګڼل شوې؛ چې اوس افغانستان او هند له کومې سیاسي ستونزې پرته کولای شي د خپلې سوداګرۍ ساحه پراخه کړي. پاکستان همیشه د خپلې ترانزیتي لارې څخه د سیاسي آلې په توګه ګټه اخیستې او ځینې وختونه د سیاسي ناخوالو رامنځته کېدو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ لارې په اونیو او حتی په میاشتو بندې شوي او سوداګري يې اغېزمنه کړي.

اوسنی حالت:

افغان او پاکستاني چارواکو دا څرګنده کړې چې په تېر دریو کلونو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو له کبله د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ کې کموالی راغلی. د اعلان شوي احصايې له مخې، یواځې په تېر کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګرۍ کې د یو میلیارد ډالرو په اندازه کموالی راغلی، کوم چې تېر کال څه باندې ۲،۵ میلیارد ډالرو ته رسېده. دا په داسې حال کې ده، چې درې کاله مخکې د دواړو هېوادونو مشرانو هوکړه کړې وه، چې د سوداګرۍ اندازه به پنځه میلیارد ډالرو ته لوړوي. د پاکستان د سوداګرۍ وزارت چارواکو دا منلې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرښې څو ځله تړلو له امله افغانستان ته د دوې په صادراتو کې کموالی راغلی او د سوداګرۍ د کموالي دوهم علت د افغان دولت د سوداګرۍ نوې پالیسي په ګوته شوې چې اوس د پاکستان پر ځای هند، ایران او منځنۍ آسیا هېوادونو ته په کې اهمیت ورکړل شوی.

ولسمشر غني هڅه کړې چې پاکستان له اقتصادي او سیاسي محدودیتونو سره مخ کړي او له یاد هېواد سره د سوداګرۍ د کمولو لپاره يې له ایران، هند او منځنۍ آسیا سره سوداګرۍ ته پام اړولې. همدارنګه ولسمشر غني ویلي چې افغانستان به تر هغې د چین-پاکستان د اقتصادي دهلیز برخه نه وي، څو چې پاکستان د هند مارکیټ ته د رسېدو لپاره د واګا سرحد د افغانستان پرمخ د دوه اړخیزې سوداګرۍ لپاره پرانیستې نه وي.

فرصتونه:

اقتصادي او سوداګریز پرمختګ، نړیوال مارکیټ ته لاسرسی، د ټولې نړۍ او په ځانګړي ډول د سیمې له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا د پرمختللي افغانستان لیدلوری دی. د منځنۍ آسیا او سویلي آسیا ترمنځ د بریښنا او انرژۍ همکاري د افغانستان او پاکستان په اقتصادي پرمختګ ژور اغېز لري. ټوټاپ، کاسا ۱۰۰۰ او ټاپي د انرژۍ او بریښنا د سترو پروژو سربیره (چې دواړه هېوادونه په کې برخه لري او له نیک مرغه د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د ښه کېدو خوشبیني رامنځته کوي) که چیرې افغانستان، پاکستان او د منځنۍ آسیا هېوادونه د ځمکني ترانزیت او سوداګرۍ د چټک پرمختګ په اړه فکر وکړي، نو دواړه هېوادونه به ډېره ګټه ترلاسه کړي. ځکه چې د بحري لارې په نسبت به د ځمکني ترانزیت له لارې لرې پرتو سیمو سره سوداګري به د سیمې چټکې ودې ته لاره هواره کړي. د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ تړون APTTA دواړو هېوادونو ته اجازه ور کوي چې د یو بل له خاورې څخه په تېرېدو د منځنۍ آسیا او سویلي آسیا سره د سوداګرۍ لپاره ګټه واخلي. کیدای شي په راتلونکي کې د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې په دې برخه کې ګټورې ثابتې شي، څو په خپلو منځو کې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې کړي. افغانستان او پاکستان کولای شي چې د منځنۍ آسیا غني سرچینې د سویلي آسیا اړمنو هېوادونو ته ولېږدوي او پدې برخه کې نړیوالې پانګوونې ته لاره هواره کړي.

خنډونه:

د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سوداګریزو اړیکو کې بدلونونه د یو شمېر دلایلو او عناصرو له کبله ګواښل شوي، چې په پایله کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د خړپړتیا سبب ګرځېدلی. د دواړو هېوادونو ترمنځ هره سیاسي او سوداګرېزه ستونزه په دواړو هېوادونو باندې منفې اغېزه لري. دا ستونزې مختلفې سرچینې لري لکه غیرقانوني سوداګري، قاچاق، ترانزیتي سرغړونې او همدرانګه د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي ناخوالې. پاکستان چې هر کله لاره تړلې نو د کرښې په اوږدو کې د توکو قاچاق او غیرقانوني سوداګري ډېره شوې او تر ټولو مهمه دا چې افغانستان ته د پاکستان په صادرات کموالی راغلی او ځای يې ایراني تولیداتو نیولی.

په تېرو پنځلس کلونو کې پاکستان په ځلونو د تورخم او سپین بولدک یواځینۍ لارې د افغانستان د سوداګرۍ پرمخ تړلي. زرګونه بارلرونکي ټیلرې د اونیو لپاره د کرښې په دواړو غاړو کې ودرول شوي. په ناڅاپي ډول د ترانزیتي لارو تړل د دواړو هېوادونو سوداګرو ته په میلیونونه ډالرو زیان اړولې، په ځانګړي ډول افغان سوداګرو ته چې تازه توکي لکه سبزیجات او تازه میوې بهرنیو هېوادونو ته صادروي، ډېر زیانمن کېږي. بزګران او کوچني سوداګر هله ډېر زیانمن شي چې د ټول کال خواري يي د لارې په بندېدو د باربرۍ په موټرو کې خثی یا کرنیز تولیدات يې د لارې بندېدو له امله په ټيټ قیمت وپلورل شي او پانګه يې په اوبو لاهو شي. افغان حکومت د دې ستونزې د لمنځه تلو لپاره د هندوستان سره دوه هوايي دهلیزونه پرانیستل چې په ترڅ کې سلګونه ټنه تازه او وچې میوې، کیمیاوي بوټې او نور افغاني تولیدات نوي ډهلي او ممبيي ښارونو ته صادر کړل.

د پاکستان لخوا د افغانستان پر وړاندې د سوداګرۍ د خنډونو رامنځته کول او د لارو تړل، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو زرګونو وګړو ته زیان رسوي، ځکه چې د همدې سیمې اکثره وګړي د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري پر مخ وړي.

ولسمشرغني په ۲۰۱۷ زېږدېز کال کې د پاکستان لخوا د افغانستان په صادراتي توکو د تعرفې په لوړولو او درچنده کولو سره افغانستان ته د تورخم او سپین بولدک له لارې د پاکستاني ټیلرو په داخلېدو بندېز ولګاوه. ولسمشر فرمان صادر کړ چې افغانستان ته صادرېدونکي د پاکستاني توکي بار ټیلرې باید د ډیورنډ په کرښه کې تش او یواځې د افغان ټیلرو پوسیله دې خپلو ځایونو ته ورسول شي، کوم چې پاکستان له پخوا یعنې له ۲۰۱۰ زېږدیز کال راهیسي همداسې کړي وو. افغانستان هڅه کوي څنګه چې پاکستان د سویلي آسیا او په ځانګړي ډول هندوستان سره د افغانستان د دواړه اړخیزې سوداګرۍ مخه نیسي، همداسې منځني آسیا ته د پاکستان د صادراتو مخه ونیسي.

پایله:

په تېر شپږو لسیزو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري په یو انتقادي حالت کې دی او دا ستونزمنه ده، چې د سوداګرۍ پر وړاندې پیچلتیاوې او خنډونه له منځه لاړ شي، که څه هم د وخت په تیرېدو سره په پالیسیو کې بدلونونه او پرمختګونه راغلي، خو تر اوسه هم ستونزې له منځه نه دي تللي. د سوداګرۍ بیلانس هیمشه د پاکستان په ګټه وو او افغانستان یو لګښت کوونکي هیواد او پاکستان ته مجبور هېواد وو. د پاکستان لخوا د سوداګرۍ د دواړه اړخیزو قوانینو نه عملي کول، سیاسي ستونزې، غیرقانوني سوداګري او قاچاق د سوداګریزو اړیکو د اغېزمنېدو سبب ګرځېدلی او د احصايې د ښودنو پر بنسټ د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري په تیر دریو کلونو کې د پام وړ کمه شوې.

 

Bibliography:

1_ AFGHANISTAN DEVELOPMENT UPDATE, The World Bank.

May, 2017.

2_An  Afghan  Perspective  On  Improving  Afghanistan-Pakistan Trade  Relations, Prepared by QARA Consulting, LLC, Sponsored by The Asia Foundation, March, 2016, https://asiafoundation.org/publication/improving-afghanistan-pakistan-trade-relation/

3_ Annual trade Statistics 1384, Afghanistan Central Statistics Organization, Kabul.

4_ Annual trade Statistics 1388, Afghanistan Central Statistics Organization, Kabul.

5-Annual trade Statistics 1393, Afghanistan Central Statistics Organization, Kabul.

6_ Ishrat Husain and Muhammad Ather Elahi, The  Future of Afghanistan-Pakistan Trade Relations, Washington, D.C, United States Institute of Peace (USIP), peace Brief 191, August,2015.

7_ K. Warikoo, Central Asia and South Asia: Opportunities and Challenges, India Quarterly, Indian Council of World Affairs (ICWA), SAGE Publications, February 18, 2016, http://journals.sagepub.com/doi/10.1177/0974928415618751

8_ Khashif Mumtaz, Mahwish Hafeez, Mir Sherbaz Khetran,

Pakistan-Afghanistan Cooperation on Trade: Political Economy Analysis, Report- Roundtable, Islamabad, The Institute of Strategic Studies Islamabad (ISSI), March 21, 2016.

9_ Pak-Afghan trade: Trends and Issues perceptions of Business Community, Pakistan-Afghanistan joint chamber of commerce and industry (PAJCCI), Kabul, December, 2013.

10_ Pak-Afghan Trade, Discussion Paper, Pakistan institute of Legislative Development and Transparency (PILDAT), Islamabad , December, 2011.

11_Zarmina Mohammadi, Afghanistan, Pakistan Trade Value Takes A Dive, Tolo news, 9 JANUARY 2017, http://www.tolonews.com/business/afghanistan-pakistan-trade-value-takes-dive

 

Categories: مقالې-روانې چارې /ټولنیزې/ سیاسي