دا دومره قتلونه د څه د پاره؟ / سید ابرار صمیمي

د روژې مبارکې میاشتې په درشل کې د سه شنبې په ورځ د افغانستان په فراه کې د کربلا په میدان بدل شو او ګڼو ملکي خلکو ته صدمه ورسېده. دغه راز په وروستیو دوو اونیو کې تر یو درجن زیاتو انتحاریانو د افغانستان په مختلفو سیمو کې د مسلمانانو وینې وبهولې.

  په نوییمو کلونو چې د تنظیمونو  د ظلم، خپل منځي جګړو او چوروتالان په وجه د افغانستان خلک بې حده مایوس، پریشان او بیوزلي شول نو د بې سواده او نا اشنا طالبانو حکومت ته یې هم په زور یا رضا غاړه کېښوده. طالبان اوس هم د سیمې د استخباراتي شبکو په مرسته او مشوره په دې فکر کې دي چې که افغانان ډېر ډېر وځبي او په افغانستان کې ډېرې زیاتې وینې تویې کړي نو خلک به په روحي لحاظ دومره وځبل شی چې یو وخت به د طالبانو حاکمیت ته لبیک ووایي.

  البته، دغه وحشیانه او یومخیز قتل عام چې طالبانو روان کړی دی، یو بل اړخ هم لرلای شي. دا هم ممکنه ده چې د طالب مشرانو سلا پکې نه وي ، بلکې د دوی د انتحاري تشکیلاتو خپل سري اقدامات وي. هغه ډلې چې په تشدد عقیده لري، ځينې کسان د خپلو سیاسي مقصدونو لپاره تشدد ته هڅوي خو کله چې د تشدد لړۍ اوږده شي، بیا د تشدد عاملان د خپلو مشرانو له اجازې او غوښتنې پرته په خپل سر هم تشدد کوي.

  د افغانستان اسلامي حزب ډېر منظم تشکیلات لرل خو کله چې د دغه ګوند او نورو تنظیمونو تر منځ جګړې اوږدې شوې نو بیا د انجنیر حکمتیار غوندې یو تشکیلاتي مشر هم دې ته مجبور شو چې د زرداد غوندې کسانو ناز یوسي.  معلومه خبره ده چې د زرداد مردم ازارۍ د حکمتیار او حزب اسلامي په ګټه نه وې او بلکې حزب اسلامي ته یې سخت تاوان رساوه، مګر په لانجو او کشمکشونو کې ښکېل حکمتیار ته بیا دا وس نه و ورپاتې چې زرداد ته ووایي چې دا وکه او دا مه کوه.

 دا هم ممکنه ده چې د طالبانو مشران  به اوس له خپلو انتحاري عزیزانو سره هاغسې رابطه  لري لکه زرداد چې له حکمتیار سره لرله. یعنې دوی به ښه ورباندې پوهېږي چې دوی یې د تباه کېدو په لور بیایي ، خو د انتحاریانو، قاچاقبرو او د بې رحمۍ په مرض مبتلا قوماندانانو  له یارۍ څخه د لاس اخیستلو وس به په ځان کې نه ویني.

 که چېرته دا وروستی تعبیر ومنو نو ویلای شو چې انتحاریان او نور هغه طالبان چې د عام ولس وژلو او قتل عام کولو ته یې مټې رانغښتې دي، د طالبانو د سیاسي مشرانو له ضعفه د ځان په ګټه استفاده کوي. خو سوال دا دی چې د دوی ځاني ګټې کومې دي؟ یو څوک چې ځان وژني او عام مسلمانان وژني په دې دنیا یا هغې دنیا کې له لوی تاوانه پرته بل څه لاس ته راوړی شي؟ ځواب دا دی چې بیا بیا تشدد او بیا بیا قتل کول، بنیادم په روحي او اخلاقي لحاظ تباه کوي او داسې حالت ورباندې راولي چې له قتل کولو خوند اخلي. ډېر احتمال دا دی چې د طالبانو انتحاري کسان هغه روحي ناروغان دي چې د ځان له وژلو او د بل له وژلو خوند اخلي او د نورو انسانانو په څنګ کې د ژوند کولو وړتیا یې له لاسه ورکړې ده.

  خو که دوی شدید روحي او اخلاقي ناروغان او د قتل معتادان هم وي، د روزنې کمپونه، د امکاناتو د ترلاسه کولو ادارې او د ضروري معلوماتو د موندلو لپاره خاص مرکزونه باید موجود وي چې دوی د انتحار تر درشله رسوي. دغه مرکزونه د روحي ناروغانو له خوا نه کنټرولېږي او بلکې د ایران او پاکستان بې رحمه استخبارتیان یې اداره کوي چې د افغانستان د ختمولو، وېشولو او هضمولو په بدمرغه پلان او پروګرام باندې کار کوي.

  د طالبانو له قتل عامونو ښکاري چې اصلي مطلب نه د حکومت ګټل دي او نه د موجود نظام ختمول، بلکې مقصد دا دی چې افغانان د یو ملت په حیث له پښو وغورځي او نوییم کلونه یو ځل بیا راستانه شي چې بیوزله شوي، بې سواده شوي، نهیلي شوي او وارخطا شوي افغانان په پټو سترګو د طالبانو لښکر ته تسلمېدل او خپل برخلیک یې په زور یا په رضا داسې کسانو ته سپاره چې په ټول عمر کې یې د دوی نوم هم نه و اورېدلی.

 خو طالبان په دې نه پوهیږي چې هغه ځل خلکو ته  طالبان د سولې خلک ښکارېدل نو ځکه یې د دوی مخالفت نه کاوه او اوس چې دوی هره حمله کوي او هره ورځ خپله اعمال نامه خرابوي، نو هغومره یې قدرت ته د رسېدو امکان کمیږي.

Categories: مقالې-روانې چارې /ټولنیزې/ سیاسي