ايران د اوبو غلا ته اور بلوي؛ د افغانستان د سویل لوېدیز بریدونه او د ایران لاسونه

د افغانستان په سویل لوېدیځ او لوېدیځ کې د وسله‌والو افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې منظمو ډله‌یزو خونړيو بریدونو زور اخیستی چې که د دغو بریدونو پټو او تیارو اړخونو ته ښه پام وشي، د ایران لاسونه ښکاره پکې تر سترګو کېږي. تهران د افغانستان په لوېدیځ کې د اوبو د بندونو او کانالونو له جوړېدو سخت اندېښمن دی او په ښکاره یې له ولسمشره تر ولسکشره د افغانستان په دغه برخه کې د اوبو د کنټرول د مخنیوي د هڅو نارې وهي.
په دې وروستیو کې په فراه، کندهار او هلمند کې څووم ځل د افغان ځواکونو پر نیمه لویو مرکزونو داسې منظم ناخبره خونړي بریدونه کېږي چې پکې مېشت سرتېري له پلوه ووژل شول. د نورو بریدونو او وژنو خلاف افغان چارواکي هم د دغو وژنو په اړه تر ډېره د څه نه ویلو هڅې کوي. ایران دا کار نېغ په نېغه د طالبانو او نورو پټو جوړو کړو وسله‌والو په مټ تر سره کوي. دا پېښې کېدای شي د افغانستان په سویل لوېدیز کې نور هم زور واخلي، ځکه ایران د خپلو پیسو په مټ په دغه سیمه کې څو موخې پر مخ وړي.

لومړۍ موخه د افغانستان د حکومت لپاره په سویل لوېدیزو ولایتونو کې د برېښنا بندونو او لویو کانالونو د جوړولو پر وړاندې کلک خنډونه جوړول چې د افغانستان د دولت له پلان سره سم د هلمند پر سیند د سلګونه میلیونه ډالرو پروژو چارې پیل شوې دي. په تېره یوه نیمه لسیزه کې پر کجکي ایله شا و خوا سل میلیونه ډالره مصرف شوی و چې ایران ډېره اندیښنه نه ترې لرله، خو په وروستیو ۲ کلونو کې پر دغه بند او شا و خوا سیمه د څه باندې ۲۰۰ میلیونه ډالرو پروژې پیل شوې چې د بند پراخول، لوړول او د اوبو خوندي کول پکې مهمې برخې دي. په دې سربېره افغان حکومت د هلمند حوزې د اوبو قابو کولو لپاره د دې حوزې په برنۍ او کښتنيو سیمو کې د لویو کانالونو او نیمه کوچنیو بندونو پلانونه تیار کړي چې په کجکي سربېره په همدې هلمند کې د موسی‌کلا، په فراه کې د ګرشک او بخش‌اباد او په کندهار کې د ډهلې او ارغنداب او په نیمروز کې د کمال خان بندونه دي چې تر دې مهاله د هلمند حوزې د اوبو پر قابو کولو د شا و خوا یو میلیارډ ډالرو په لګښت کارونه روان دي. په دغو ټولو بندونو کې له افغانستانه ایران ته ټاکل شوې اندازې د زیاتو بهېدونکو وړیا اوبو ۷۰ په سلو کې ایسارېږي.

له دې سره سره د افغانستان حکومت د فراه، کندهار او هلمند پراخو خاورینو دښتو ته په لویه کچه د اوبو د پورته کولو پلانونه تیار کړي دي چې له کبله به یې په سلګونو زره هکټاره ځمکې د کرکیلې وړ وګرځي چې د ایران لپاره د اوبو د کمېدو او د افغانانو د ژوند د بشپړ ښه کېدو سبب کېږي.

د ایران دویمه موخه له هراته تر کندهاره د ټاپي نل‌لیکې لپاره د ګواښونو را منځ ته کول دي چې ایران یې سخت ماڼېجن کړی دی. ایران له ۲ لسیزو راهیسې هڅه کړې چې د افغانستان له لارې د دغې څه باندې لس میلیارډه ډالري پروژې د عملي کېدو مخه ډب کړي، خو د زمانې جبر، د سیمه‌یزو هېوادونو ډیپلوماسۍ او د لویو قدرتونو د ملاتړ له کبله د ټاپي نل‌لیکه د افغانستان خاورې ته را دننه او دایران د IP پروژه یې اوس اوس له عملي کېدو وغورځوله. ایران تر ۲۰۱۵ کاله فکر کاوه چې د امریکا له مخالفت سره سره یې اسلام‌اباد پر ځان را مات کړی او د پنجاب کمپنیو ته یې په خپل لګښت د نل‌لیکې ورغځولو منډې تېزې کړي وې، خو په سیمه کې حالاتو ایران د انرژي د پلور، او د افغانستان وړیا اوبو ته د لاس‌رسي له اړخه له ګواښونکو ننګونو سره مخامخ کړ.

دغه هېواد په عراق او سوریه کې د جګړې د ګرم ساتلو په مټ د تېلو په مارکېټ کې د نفتو او ګازو د عرضې کمولو هڅه هم کړې چې عربي نړۍ یې په معکوس ځواب سره په ایران کې د بهرنۍ پانګې مخه نیولې. ایران د نوي پلان پر اساس غواړي چې په افغانستان کې هم د اور بل ساتلو په مټ د اوبو د کابو کېدو او د ټاپي او ټاپ پروژې له ځنډ او خنډ سره مخامخ کړي.

د افغانستان حکومت او ولس ته د ایران له اړخه د متوجه ګواښونو په اړه ډېر ځیرک او هوښیار سیاست په کار دی چې پکې سیمه‌یز ولسونه را ښکېل او په سویل او لوېدیځ کې هر ناامنه خوځښت او هڅې ته له اقتصادي زاویې وګوري.
افغانانو ته باید اوس دا روښانه شي چې د دوی پر خاوره ډېرې ناوړه جګړې د څه ډول موخو لپاره کېږي. په سویل لوېدیځ کې فراه او نیمروز ته بیا تر نورو ټولو سیمو ګواښ ډېر دی. د هلمند حوزې په دغه کوزنۍ برخه کې د اوبو د بندونو او کانالونو پر جوړونګ سربېره دغه ولایتونه پر نویو بندري ولایتونو بدلېږي چې د ایران له لارې له هندوستان سره فعالیت پکې د بل ګاونډي پاکستان لپاره د منلو نه بلل کېږي.

سرخط ورځپاڼه

Categories: مقالې-روانې چارې /ټولنیزې/ سیاسي