افغانان، د مرګ په کنده کې د ژوند په لټه / حميدالله فيضي

0 553

په وروستۍ نږدې یوه اوونۍ کې په پکتیا، غزني، کندهار، کابل او غور کې تر ۲۲۵۵ تنو زیات کسان ووژل شول او په سلګونو نور ټپیان شوي دي. د دې مرګ‌ژوبلې لامل په بېلابېلو سیمو کې د ځانمرګيو بریدونو او چاودنو تر سره کول او په جماتونو کې د لمانځه پر مهال د خلکو وژل په ګوته شوي دي.

په کابل او غور ولایتونو کې په جوماتونو کې چاودنو لږ تر لږه دوه اویا تنه ووژل. تر دې مخکې تېره اوونۍ د پکتیا په مرکز ګردېز، د کندهار په میوند او د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د بریدونو په لړ کې تر سلو ډېر کسان وژل شوي وو. دغه راز بیا هم په کابل کې د ملي اردو د اکاډمۍ مخې ته په چاودنه کې ۱۵ تنه ووژل شول. په داسې حالاتو کې بیا هم افغانان خپلو کړنو ته دوام ورکوي او هره ورځ منظم خپلو دندو ته ځي. دا په دې مانا ده چې افغانان مجبوره دي چې په همدې شرایطو کې هم د خپلې کورنۍ له‌پاره د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو په موخه خپلو کارونو ته ولاړ شي او له هر ډول ناامنه حالاتو سره سره باید کار وکړي.

خو افغانان دنيا ته د جګړې له‌پاره نه دي راغلي چې باید په جګړه کې مړه شي، نړیوال هم باید پر دې پوه شي چې افغانان هم انسانان دي او د دوی د وژلو له‌پاره باید پلانونه پلي نه‌شي، دا ځکه چې د دې نړۍ پر مخ پرته له افغانانو نور انسانان هم ژوند کوي او ژوند د هر انسان له خدای ورکړيو او طبیعي حقونو څخه دی. افغان ملي یووالي حکومت یوازې او یوازې دغه بریدونه غندي، نړیوال دا بریدونه غندي، ملګري ملتونه هم دا بریدونه غندي، که په غندلو کې کېدای، اوس به په افغانستان کې د یوه تن وژل هم ستونزمنه خبره وه، دا یې لاره نه ده.

افغان حکومت باید هڅه وکړي چې دهغې دسیسې مخه ونیسي چې افغان ځوانان د وژلو له‌پاره نه لوېږي، بلکې دوی هم د ژوند حق لري. د افغان ولس تر څنګ افغان حکومت، نړیواله ټولنه، ګاونډي هېوادونه ټول وایي چې د دې پېښو عاملان باید په خپله سزا ورسېږي، اوس پوښتنه دا ده چې د دې پېښو او افغان وژنې عاملان څوک دي؟ او که یې عاملان مالوم دي چې داعشیان او طالبان او نورو ترهګریزو ډلو پلویان ګڼل کېږي، بیا څوک د دوی ملاتړ کوي، څوک ځای، ښوونه، روزنه او ټریننګ ورکوي، څوک وسله ورکوي، څوک یې افغانستان ته راولي، نړیوال یې ولې د دې پرمختللې ټيکنالوژي په شتون سره نه ویني، ولې پرېښودل کېږي چې د افغانستان ګوټ ګوټ او د پلازمېنې کابل جماتونو کې چاودنې وکړې، که عقیدوي جګړه ده بیا ولې په جماتونو کې د الله «ج» کلام هم له منځه وړل کېږي او یا هم سوځول کېږي، که د قدرت جګړه ده بیا ولې په افغانستان کې روانه ده. مالومه خبره دا ده چې دا د افغانانو د وژلو دسیسه ده او دا نه د اسلام او نه هم د عقیدې جګړه ده، بلکې یوازې او یوازې د افغانانو د ختمولو او د دې مسلمان ملت د بربادۍ له‌پاره پلان شوې جګړه ده.

نړیوال سیاست‌مداران غواړي د اسلام نوم بدنام کړي او له غولول شویو کسانو او یا هم یوازې په نامه مسلمانانو ګټه واخلي چې د دوی په وسیله اسلام نوم بد کړي. حال دا چې په اسلام کې د انسان او بیا د مسلمان وژنه مطلقه حرامه ده. اسلام د ورورولۍ او دوستۍ دین دی، نه د نفاق او بدبینۍ دین. اوس باید افغان ملت ویښ شي چې دا جګړه د افغانانو نه ده، خو په افغانانو تپل شوې جګړه ده او تر هغه چې افغانان خپله پرېکړه و نه کړي چې په افغانستان کې سوله او ثبات راولي، په هېواد کې دننه د تلپاتې سولې او ثبات ټینګښت ناشونی دی. اوس له بده‌مرغه سوله او جګړه د افغانستان د دولت او ولس له لاسه وتلې او د هغه چا لاس ته لوېدلې چې د افغانستان له خاورې څخه ګټه پورته کوي، خو دومره ویلای شو چې دا جګړه زموږ جګړه نه ده او دا جګړه نړۍ هم سوځوي. نړیوال باید پر دې پوه شي چې د دې جګړې نه مخنیوی به د دې لامل شي چې نړۍ هم دې کندې ته راولوېږي او نړیوال هم وسوځي.

په افغانستان کې د سیمې د هېوادونو له لوري پيل شوې نیابتي جګړه هم یوازې د سیمې د هېوادونو کار نه دی، بلکې دا هېوادونه هم مامور شوي دي چې دا جګړه مخ ته یوسي. نړیوال په تېره بيا امریکا باید نور له غولوونکو ژمنو لاس واخلي او د افغانانو په تېرایستلو چې پاکستان د دې جګړې تر شا ولاړ دي او پکی وهي دا خبرې پرېږدي او په عملي توګه د دې د مخنیوي له‌پاره اقدام وکړي.

افغان ملي یووالي حکومت ته په کار ده چې تر کره او دقیقې څېړنې وروسته پرېکړه وکړي چې څه ډول نړیوال اړ کولای شي چې په افغانستان کې پر افغانانو تپل شوې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

اوس افغانانو ته په کار ده چې د افغان ملي یووالي حکومت هم تر دباو لاندې ونیسي چې د افغانانو نامالوم برخلیک مالوم کړي یا ووایي چې نور وژل کېږي د دې له‌پاره چې د نړیوالو د دې پلان پر وړاندې بې‌وسه دی او یا هم ووایي چې نړیوال نور نه غواړي په افغانستان کې سوله اوثبات راشي.

تر کله هره ورځ چاودنه، ځانمرګی برید، راکېټ او داسې نورې نړیوالې وژونکې وسلې باید په افغانستان کې وکارول شي. که د سیمې هېوادونه د افغانستان په جګړه کې مهم رول لوبوي او پر افغانانو تپل شوې جګړې ته لمن وهي، بیا دې په د جګړې اسناد ملګرو ملتونو او نړیوالو ټولنې ته وړاندې کړي او له نړیوالو دې یوازې او یوازې وغواړي چې پرته له سولې هیڅ راز مرستې ته اړتیا نه لري. تر هغه چې په افغانستان کې سوله او ثبات نه وي راغلي، موږ د نړیوالو مالي مرستې نه غواړو او نېټه دې هم وټاکل شي چې په څومره وخت کې نړیوال کولای شي افغانستان ته سوله راولي، که نه بیا دې د نړیوالو، په تېره بيا امریکا متحده ایالتونو وتل حتمي شي، ځکه په هېواد کې شپاړس کلنه جګړه لا هم ورځ تر بلې تودېږي.

Comments
Loading...