اشرف غني صاحب ته لیک /ډاکتر ګل مرجان منګل

ښاغلیه سلامونه او نیکې هیلې مو ومنه، خدای پاک د وکړي چې په ورځنیو چارو کې بریالی، ګړندی په صحت جوړ اوسې، بریا مو غواړم.
ښاغلیه! ولس ستاسو په صداقت، وړتیا، هیواد ته ژمنتیا او د خلکو سره خواوږي کې کوم شک نه لري، موږ باور لرو چې که په افغانستان کې جګړه او لنډغر نه وای په ازادو مټو خپل کار ته پریښودل شوی وای بې له شکه چې هیواد مو د سیالانو سره سیال کولای شوای، خو ستاسو لویه ناکامي ستاسو بې حد احتیاط دی او بې اندازې بې زړه توب دی، پداسی حال کې چې تر شا د نړیواله ټولنه او د افغانستان نظامي قواوې ولاړ دي.
ښاغلیه! ولس یې ګوري چی تاسو د دری ډول ننګونو یا مشلاتو سره لاس او ګريوان یاست لکه:
جګړه
فساد
زورواکی یا لنډغري
هدغه دری واړه مشکلات مستقیم د یو بل سره تړلې دي همدارنګه یو بل تقویه یا غښتلې کوی، جګړه ده چې فساد او لنډغرې زيږوي او د بلې خوا ته زورواکان او لنډغر دي چې فساد زيږوي او جګړه دومداره کوي که عاجل یې غم ونه خوړل شي نږدې ده چې هیواد به د تل لپاره د نابودۍ کندې ته ورګذار کړئ، ځکه خو تاسو ته پکار ده چې غم یې وخورئ، غواړو چې پر هر یو یې بیل بیل رڼا واچوو.
جګړه:

بدون له شکه چې د افغانستان روانه جګړه د کورنیو او بهرنیو عواملو او لاس وهنو تر هغه ډیره مغلقه او پیچلې کړي ده چې فکر یې کیږي، عمده علت یې د افغانستان د سیستم برهم خوړل دي خو داسې هم نه ده چې حل لاره ونه لري. د حل لارې شرط یې بیا دا دی چې اصل او فرعي ستونځې لومړۍ سره جدا کړل شي بیا په ترتیب سره ټولو مشکلاتو ته قانوني حل لارې ولټول شي، چې د ټولو د کابو ښه لاره د قانون پلې کول دي.
فساد
دوهمه لویه ننګونه په حکومت یا په ټوله په دولت کې فساد دي، کله چې په یو ټولنه کې فساد موجود وي نو قانون نه شی پلی کیدلای، کله چې قانون نه پلی کیږي نو انرشي رامنځ ته کیږی چې په نتجه کې د زورواکۍ، لنډغریتوب، یاغیتوب او جاسوسانو د پیدا کیدلو سبب کیږی یا یې منځ ته راوړي.
زورواکي یا لنډغري:
کله چې بدن ضعیف شي نو هر ډول میکروب سر راپورته کوی د ډول ډول رنځونو سبب کیږی همدارنګه کله چې یو هیواد په هیواد کې بیا حکومت ضعیف شي هم هر بلا سر راپورته کوی لکه نن ورځ چې زموږ هیواد ورسره لاس او ګریوان دی، چې ښه مثالونه یې د یو تعداد افرادو او اشخاصو د حکومت او نظام نه منل دي او یا د پردیو جاسوسانو په اعلاني ډولو د خپلو بادرانو څخه دفاع کول دی لکه پیر ګیلانې چې په خپل کور کې د نواز شریف د افغانستان تر ټولو ستر دښمن عکس ځړولی او په هغه افتخار کول دي، او یا هم د یو تعداد متعصبو افرادو په ښکاره د افغان د کلمې نه منل دي.
په اوس وخت کې د نظام لپاره تر ټولو ستر ګواښ همدغه زورواکان، لنډغر او د پردیو اعلاني جاسوسان دي، دا ځکه هیواد او نظام ته ستر ګواښ دی چې د نظام په د ننه کې موجود دي په اسانۍ سره کولای شي چې نظام له پښو وغورځوي، بیا هم که دوی نظام له منځه یو هم نه سي د فساد او جګړی په دوامداره کولو کې ستر رول لوبولای شي.

وړاندیز:
زموږ وړاندیز تاسو محترم اشرف غني ته دا دی چې که غواړئ فساد او جګړه له منځه یوسی نو په لومړۍ ګام کې باید دهمدغه زورواکیو، لنډغرو او جاسوسانو سره خبره یوې خواته کړي، هغه ستره وسله یعنی قانون چې په لاس کې یې لرئ کار واخلی پر زورورو، لنډغرو او جاسوسانو یې تطبیق کړي، کله که تاسو د یو څو زورورو، لنډغرو او جاسوسانو پر وړاندې عملي ګامونه پورته کړي ټول افغان ولس ستاسو تر شا ودريږي .
همدارنګه تاسو ته پکار ده چې د نړیوالې ټولنې سره چې په افغانستان کې په فزیکی او معنوی ډول موجوده ده خبری وکړئ او ورڅخه مرسته وغواړي تر د قانون په پلي کولو کې درسره مرسته وکړي او که چیرې نړيواله ټولنه ستاسو د حکومت مرسته او ملاتړ نه کوی بیا خو نو باید تاسو هم په خپل ګریوان کې سر ټیټ کړئ او د ځان څخه دا پوښتنه وکړئ چې دوی یعنې نړیواله ټولنه چې ستاسو د حکومت سره مرسته نه کوی او د حکومت شاته نه ودريږي، بیا نو څه غواړي؟ ایا د دوی شتون د افغانستان په ګټه دي؟
کله که تاسو دغه سوالونو ته مثبت ځواب نه کړو پیدا بیا خو نو لازمه ده چې ورته وویل شي چې له افغانستان څخه ووزي، ځکه د دوی نه شتون په افغانستان کې د افغانانو په خیر دي، دا بیا ځکه چې د نړیوالې ټولنې شتون دی چې جګړې ته یې لاره همواره کړی ده ورپسې جګړه ده چې فساد او انرشي یې رامنځ ته کړی ده.
خلاصه دا چې تر ټولو اړینه خبره د قانون پلې کول دي، تر هغه چې قانون پلی نه شي نه به لنډغر کابو کړل شی، نه به جاسوسان ختم شي او نه به فساد له منځه یوړل شی کله چې همدغه مرداري پديدې موجودې وی جګړه به دوام لري.
ومن الله توفیق

Categories: خبرتېاوې او پیغامونه,مقالې-روانې چارې /ټولنیزې/ سیاسي