ازبکستان ته د ولسمشر غني د سفر ارزښت/امیرجان وحید احمدزی

په شعرونو او کتابونو کې مې ډېر ځله لوستي وو، چې افغانستان د اسیا زړه دی، خو سلګونه کاله دغه زړه غیر فعال، بې وینې او بې حرکته وو، له همدې امله زموږ هېوادوال ان د جګړې له کلونو دمخه هم له فقر، بې وزلۍ او بې چارګۍ څخه ځورېدل، مګر ولسمشر غني په خپلو ګټورو طرحو، پلانونو، کوښښونو،مذاکرو، بحثونو، سفرونو او عملي اقداماتو د دغه زړه (افغانستان) بند شیریانونه پرانیستل.

د افغانستان ستراتیژیک موقعیت او د هغه ارزښت یې د سیمې او نړۍ په کچه نه یوازې وځلاوه، بلکې هغوی یې په دې وپوهول چې افغانستان د سیمه ییزې همکارۍ، ثبات، ترانزیت او زیربناو لپاره ښه ظرفیت او پرېمانه فرصتونه لري، چې د سیمې او نړۍ هېوادونه د دوستانه مناسباتو، معقولو طرحو او دوه اړخیزو همکاریو له لارې له دغه ظرفیت او فرصتونو څخه ګټه اخیستلی شي.

د افغانستان همدغه ظرفیت او فرصتونو ته په پام ولسمشر غني ازبکستان ته د خپل وروستي سفر په جریان کې د یاد هېواد د جمهور رئیس په ګډون له نورو مقاماتو سره په کتنو کې د اړیکو او دوه اړخیزه همکاریود پراختیا او د سیمې د ثبات او اقتصادي ودې په اړه له ګټورو بحثونو وروسته د بېلابېلو سندونو په لاسلیکولو سره د افغانستان او ازبکستان تر منځ د دوه اړخیزه همکاریو د پیل یو نوی څپرکی پرانیست.

ازبکستان ته د افغانستان د ولسمشر وروستی سفر او یا د دوه اړخیزه همکاریو د پیل د نوي څپرکي پرانیسته د افغانستان او ازبکستان لپاره سیاسي، اقتصادي، امنیتي، زیربنایي، تاریخي او څو اړخیزه ګټې لري.

د ولسمشر غني دغه سفر یوازې له دې اړخه مهم نه دی چې د دغودوه اړخیزو همکاریو د سندونو له لاسلیک سره به په افغانستان کې د ژوند اسانتیاوې او کاري زمینې زیاتې شي، بلکې دغه سفر د دواړو هېوادونو د ملتونو په نږدېوالي او متقابل درناوي، د افغانستان  او سیمې ثبات او اقتصادي ودې او د همکاریو د پراختیا په برخه کې پام وړ رول لري، ځکه ولسمشر غني چې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره له افغانستان سره د مناسباتو او همکاریو بحث کوي، نو دغه بحث یوازې د افغانستان نه، بلکې د اړوندو هېوادونو له زاویو څخه هم مطرح کوي. یانې هغوی ته دا ښیي او باوري کوي یې چې افغانستان یوازې نورو ته د مرستې لاس نه غځوي، بلکې افغانستان له نورو سره د دوه اړخیزو همکاریو په پایله کې په افغانستان کې د شته فرصتونو هغه ګټې او ښېګڼې ورښیي چې یاد هېوادونه یې ترلاسه کولی شي.

ولسمشر غني پر دې ټینګ باوري دی چې بهرنۍ مرستې د اوږدمهال لپاره د افغانستان ستونزې او دردونه نشي دوا کولی، بلکې د دې لپاره باید افغانستان په خپلو پښو د ودرېدو او خودکفایۍ لورته د ورنږدې کېدو کوښښ وکړي. نیوریارک کې له ولسمشر ټرمپ سره په وروستۍ لیدنه کې هم جمهور رئیس غني نوموړي ته وویل، چې موږ سپین چک نه غواړو، بلکې موږ په افغانستان کې شته ظرفیت او فرصتونو ته په پام په بېلابېلو برخو کې ستاسو پانګوال او تاجران پانګونې ته هڅوو. همدارنګه تر دې وړاندې په نورو بهرنیو سفرونو او بین المللي کنفرانسونو کې د ګډون پرمهال هم جمهور رئیس د افغانستان ستراتیژیکو ملګرو او مرسته کوونکو هېوادونو ته په همدې وضاحت او صراحت دغه خبره کړې.

د ولسمشر غني د هلو ځلو له برکته افغانستان لسیزې وروسته په دې توانېږي چې د ازبکستان په ګډون د منځنۍ اسیا هېوادونو سره د حالاتو او شرایطو له مجبوریته سړې شوې او ځنډول شوې اړیکې بېرته له سره ورغاوي. باور دی چې دغه اړیکې به ورځ تر بلې لا پیاوړې شي، ځکه په افغانستان کې دسیاسي ثبات تامین د نړۍ او په ځانګړي ډول د ګاونډیو هېوادونو ښو مناسباتو، ګډو همکاریو او د تجربو شریکولو ته نه یوازې  اړتیا لري، بلکې ولسمشر غني همدغې اړتیا ته په پام او د دغه ارزښت په درک کولو سره پرلپسې د منځنۍ اسیا بېلابېلو هېوادونو ته په خپلو سفرونو کې د دغو هېوادونو مقامات دېته هڅولي او قانع کړي چې له افغانستان سره د دوی ښه مناسبات او دوه اړخیزه همکارۍ د افغانستان او دغو هېوادونوترڅنګ د سیمې د ښه راتلونکي، ثبات او پرمختګ لپاره خورا ارزښت لري.

ولسمشر غني ان د ټاکنیز کمپاین پرمهال د هېواد د ثبات او سوکالۍ او د مرستندوی بهرني سیاست د انسجام او ښه مدیریت لپاره د سیمې او نړۍ په کچه د خپلو اړیکو پنځه کړۍ (ګاونډي هېوادونه، اسلامي هېوادونه، امریکا، اروپا، کاناډا او جاپان، اسیاسي هېوادونه، نړیوال بنسټونه.) مشخصې او د هرې یوې لپاره یې ځانګړې طرحې او هراړخیز اقدامات په پام کې لرل چې د  ازبکستان په ګډون، ترکمنستان، تاجکستان، قزاقستان او نورو هېوادونو ته د جمهور رئیس سفرونه د همغو اقداماتو برخه ده.

د ولسمشرۍ د ټاکنیز کمپاین پرمهال به چې ولسمشر غني ویل خپل بهرنی سیاست له ازبکستانه پیلوي، دا ډېرو ته نامنونکې، حیرانونکې او ټوکې ته ورته څرګندونه ښکارېده، مګر ولسمشر غني همغه مهال لا دا درک کړې وه، چې د منځنۍ اسیا دغه هېوادونه د افغانستان د ښه راتلونکي او د پاکستان له انحصار څخه د خلاصون لپاره غوره او مناسب بدیلونه دي او په تېرو درې کالو کې له دغو هېوادونو سره د دوه اړخیزه همکاریو په اړه د ولسمشر غني د مذاکراتو او ترسره شویو اقداماتو له برکته نننی افغانستان د ټرانزیټ او سوداګرۍ له پلوه د پرون هومره پاکستان ته احتیاج نه دی، ځکه د تورخم او بولدک لارو بندول د افغانستان پر بازارونو، نرخونو او د خلکو پر ژوند هغه اغېز نه لري چې پرون یې درلود او پاکستان به پر افغانستان د منفي فشار په توګه ورڅخه استفاده کوله.

د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته  د ولسمشر غني د سفر په پایله کې د دواړو هېوادونو تر منځ د همکاریو د دوه اړخیزو سندونو لاسلیکول دا باوري کوي چې افغانستان او په ځانګړي ډول ولسمشر غني خپلو پلانونو او موخو ته چې د افغانستان د ثبات، هوساینې او پرمختګ لپاره حیاتي ارزښت لري ورځ تر بلې ور نږدې کېدونکی دی. په سیمه ییزو همکاریو کې دا عمومي لیدلوری زموږ د پالېسۍ بنسټ جوړوي.

له ازبکستان سره د افغانستان د دوستانه مناسباتو او دوه اړخیزه همکارۍ بله ګټه داده چې افغانستان د پاکستان له انحصار او پر هغه له اتکا څخه خلاصوي، ځکه  د ازبکستان د اورګاډي شبکې له لارې افغانستان لهاوکراین،روسیې او اروپا سره نښلول کېږي. د کراچۍ بندر په پرتله دغه لاره هم لنډه، هم ارزانه او هم بې جنجاله ده.

افغانستان په اسانۍ سره کولای شي چې خپل کرنیز محصولات،  صادرات او واردات له همدغې لارې د منځنۍ اسیا هېوادونو او ان تر اروپا پورې ولېږدوي. له دې سره به نه یوازې د افغانستان، بلکې د سیمې د هېوادونو اقتصاد، سوداګري، ثبات، دوه اړخیزه او څو اړخیزه همکارۍ او راکړې ورکړې وده وکړي، ځکه د سیمې هېوادونو امنیت او  ثبات په زنځیري بڼه یو له بل سره اړیکه لري او د افغانستان په ګډون د هر هېواد ثبات او بې ثباتي یو پر بل اغېز لري.

د جمهور رئیس غني او د ازبکستان د جمهور رئیس په حضور کې د دواړو هېوادونو استازو له شلو زیات د د دوه اړخیزې همکارۍ سندونه لاسلیک کړل. دغه همکارۍ او مناسبات د دواړو هېوادونو د خلکو د هوساینې او سوکالۍ لامل کېږي، ځکه افغانستان خپل د اړتیا وړ توکي له ازبکستان څخه افغانستان ته واردولی شي او همدارنګه افغانستان د ازبکستان  د صادراتو لپاره ښه بازار او د انتقال لاره ده. چې د برېښنا لېږد د دغه وړ ټرانزیټ او انتقال ښه او عملي بېلګه ده.

د دې ترڅنګ افغانستان په ساختماني برخه  او د پنبې د تولید په برخه کې ازبکستان له ښه ظرفیت او تجربو څخه په ګټه اخیستنې  د ودانیو د کیفیت د ښه والي تر څنګ د هېواد په شمال، هلمند، فراه، نیمرزو او نورو هغو ولایتونو او سیمو کې چې هوا یې د پنبې کښت او تولید ته مساعده ده، ګټه اخیستلی شي. یانې د افغانستان او ازبکستان تر منځ دوه اړخیزه همکارۍ یوازې د لاسلیک شویو سندونو تر ساحې پورې محدودې نه دي، بلکې د دواړو هېوادونو مقامات او تخنیکي ټیمونه د ګډ تفاهم په اساس په نورو برخو کې هم طرحې ترتیب او مشخص اقدامات کولی شي.

لنډه دا چې ولسمشر غني په سختو ورځو او شپو کې د جنګ د مدیریت، اداري فساد سره د مبارزې، دښې حکومتولۍ او نورو برخو د مدیریت او د مافیا او خبیثه حلقې د ماتولو او منزوي کولو ترڅنګ د خپلو ګټورو طرحو او پلانونو پر مټ د افغانستان ثبات ته لاره او منډ جوړ کړ او که خدای کول ډېر ژر به افغانستان د اسیا د فعال زړه ترڅنګ د سیمې په څلور لاره او د همکاریو په مرکز بدل شي.

 

Categories: روانې چارې /ټولنیزې/ سیاسي