د کابل امنیتي وضعیت د بهبود لپاره امرالله صالح د کابل د امنیت مسولیت په غاړه واخیستو.

0 17

امرالله صالح پرخپله فیسبوک پاڼه لیکلي،د ولسمشر د لارښوونې پراساس ، سر له نن څخه د څو اونیو لپاره د کابل ښار دامنیت مسوولیت پرغاړه اخلي.
امرالله صالح وایي، د قانون د تطبیق لپاره هیڅ ډول مصلحت هم په پام کې نه نیسی او پر غلو او جنایت کارانو رحم نه کوي.
هغه وایي، کابل ښار کې د غلو، غاصبینو، مجرمینو او مافیایي کړیو لېست له پخوا چمتو شوی او د قانون په عملي کېدو سره به ډير ژر د کابل ښار په امنیتی وضعیت کې مثبت بدلون رامنځ ته شي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.