صالح عبدالله ته: ټيم دې په افغانيت باور نه لري او نفاق ته لمن وهي

0 59

 امرالله صالح د عبدالله عبدالله وروستيو خبرو ته په غبرګون کې ويلي دي، چې ته خبر يې که نه؟ ټيم دې بل کار نه لري، له سهاره تر بېګاه قومي او سمتي نفاق ته لمن وهي او تر څنګ يې نه په افغانيت باور لري او نه په ملي يووالي.

نن د ثبات او همپالنې ټاکنيز ټيم مشر عبدالله عبدالله په کابل کې رسنيو ته په خپلو خبرو کې وويل، چې رايې دې بيا نه شمېرل کېږي او که بيا وشمېرل شي نو دوی به نور سوله ييز ګامونه پورته کړي. هغه همدا راز وويل چې د ولس له پاکو رايو دفاع کوي او د ولس په پاکو رايو به د ولسمشرۍ څوکۍ ته رسېږي.

هغه همدا راز د ټاکنو له بهير خپل پرېکون هم اعلان کړی دی او خپل څارونکي يې د ټاکنو کمېسيون څخه ورغوښتي دي.

د ولسمشر غني په مشرۍ د دولت جوړونکي ټاکنيز ټيم لومړي مرستيال امرالله صالح بيا په خپله فېسبوکپاڼه د عبدالله عبدالله خبرو ته غبرګون ښکاره کړی دی او د هغه ټيم يې په سمتي نفاق تورن کړی دی.

هغه همدا راز ليکلي دي، چې عبدالله عبدالله د خلکو له کوم حق د دفاع خبره کوي؟ هغه ورته وايي، تا هېڅ په ټاکنو باور نه درلود، په کومه ورځ چې د ټرمپ او طالبانو پټه اړيکه پرې شوه، بيا پر ټاکنو او جمهوريت باوري شوې.

امرالله صالح همدا راز وايي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون غړي د ټولو ټاکنيزو ټيمونو له لوري ټاکل شوي دي، خو عبدالله عبدالله بيا کمېشنران په تقلب تورن کړي دي.

امرالله صالح همدا راز په خپل اوږد پوسټ کې عبدالله عبدالله ته ليکلي دي، چې کمېسيون خپل کار ته پرېږده، که ټاکنې مو وګټلې نو د ګلونو په ګېډۍ به درته مبارکي درکړم او که دې وبايللې نو هيله ده په حکومت کې د ضميمه کېدو لپاره له خپلو هڅو لاس واخله.

هغه همدا راز زياته کړې ده، چې دولت جوړونکی ټيم انحصارګر نه دی، بلکې پرېمانه ثبوتونه او بېلګې لري چې ثبات او همپالنې ټیم انحصاري چلند کړی دی او په ولايتونو کې يې مشخص چارواکي ګواښلي چې د هغه په ګټه دې کار وکړي او د خلکو رايې دې ورته راوړي.

 

امرالله صالح: چند پاسخ به اتهامات ثبات و همگرایی

Comments
Loading...