په کونړ کې د هندوستان په مالي مرسته دوه ښوونځی جوړ شول

0 46

د هندوستان په مالي مټ کونړ کې د دوه منځني ښونځیو ودانۍ بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د پوهنې وزارت په اډانه کې د دوست هېواد هندوستان په مالي مټ د (۲۷٬۵) اوه ویشت اعشاریه پنځه میلیونه افغانیو په لګښت شیګل ولسوالۍ کې د هلکانو او انجونو دوه منځنیو ښوونځيو ودانۍ بشپړې او د یولړ مراسیمو په ترڅ کې د کونړ والي عبدالستار میرزکوال،اقتصاد وزارت مالي او اداري مرستیال احمد جواد عثماني،پوهنې ریاست مسوولینو او یوشمېر نورو مشرانو له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وایي د (۴٬۶) میلیونه افغانیو په لګښت د کربوړۍ کلي منځني ښوونځي ودانۍ او (۲۲٬۹) میلیونه افغانیو په لګښت د ملاعلم کلي انجونو منځني ښوونځي ودانۍ جوړې شوي ،نوموړی وایي د ملاعلم کلي د ښوونځي کیفیت په اړه ورته شکایتونه رسېدلي او د شرکت مسوولین یې مکلف کړي څو اړوند ستونزې اوارې او د خلکو اندېښنې ځواب کړي .

ښاغلي میرزکوال د دوست هېواد هندوستان د بلاعوضه مرستو څخه د مننې ترڅنګ د اقتصاد وزارت له راغلي پلاوي وغوښتل،چې کونړ کې ورته نورې ټولګټې پروژې پلي کړي .

Comments
Loading...