یوه اوونۍ کې د ننګرهار اوسېدونکو ته ۳۰۰۰ برېښنايي تذکرې وېشل شوي

0 46

په ننګرهار کې د برېښنايي پېژندپاڼو د مرکز مسوولين وايي چې په تېره يوه اوونۍ کې د ښځو په ګډون تر درېیو زرو ډېرو کسانو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

په ننګرهار کې د برېښنايي تذکرو د وېش مرکز د توزيع او ثبت مدير طارق محمود وايي چې په دغه ولايت کې د برېښنايي پېژندپاڼو پروسې د پيل په لومړۍ اوونۍ کې يې تر درېيو زرو ډېرو کسانو ته پېژندپاڼې ورکړې دي چې زياته برخه يې نارينه دي.

هغه وايي: “” کله چې يو کس موږ نه فورمه ترلاسه کړي او بېرته يې موږ ته له اسنادو سره وسپاري، نو موږ پرې څو ورځې کار کوو، اسناد يې ارزوو، وروسته چې يې اسناد سم وو، را غواړو يې او بايومټريک يې کوو، دا پروسه چې خلاصه شوه، موږ کابل ته تذکره لېږو چې چاپ شي، نو بيا يوه اوونۍ وروسته موږ ته تذکره راځي او موږ يې خلکو ته وېشو.))

عام خلک د دې پروسې له پيله خوښ دي خو د مرکزونو د زياتوالي غوښتنه کوي.

دوی وايي، مرکز د زون په کچه جوړ شوی چې د کونړ، لغمان او نورستان خلک ورته په اسانۍ لاسرسی نه پيدا کوي.

سبحان الله چې له کونړه د برېښنايي پېژندپاڼې اخيستو په موخه راغلی، له پژواک سره خبرو کې وويل، دوی لومړی راځي، فورمه اخلي، بيا خپل ولايت ته ځي چې هلته يې ضمانت وکړي او نور اسناد برابر کړي، کله چې يې دفتر ته سپاري، بيا څو ورځې وروسته د بايومټريک او بيا يوه اوونۍ وروسته د تذکرې لپاره غوښتل کېږي چې پروسه يې ډېره اوږده او ستونزمنه ده.

هغه وايي، که لږ تر لږه په ولايتونو کې د فورمونو ډکولو سيستم هم فعاله شي، نو خلکو ته به ډېره اسانتيا برابره شوې وي.

د لغمان يو اوسېدونکی قنداغا چې تذکره يې اخيسته پژواک ته وويل چې د تذکرې اخيستو لپاره له يو ولايت څخه بل ته تګ ډېر ستونزمن دى، بايد دغه ستونزه هواره شي.

ننګرهار مېشتي بيا د دې پروسې له پيله خوښ دي او وايي، په ډېرې لېوالتيا سره برېښنايي تذکره اخلي، ځکه ملي هويت يې ثابتوي.

د دوی له ډلې عبدالوارث پژواک ته وويل: “” دا زموږ ملي هويت او وياړ دی، له ټولو افغانانو مې هيله ده چې برېښنايي تذکره واخلي او له نړيوالو سره ځانونه سيال کړي.””

د ولایتونو په کچه له ننګرهار وړاندې د برېښنايي تذکرو د وېش مرکز هرات کې هم پرانیستل شوی و

Comments
Loading...