که هند د پاکستان پرضد اقدام وکړو، د افغانستان د سولې خبرې به اغېزمنې کړي

0 45

په افغانستان کې د پاکستان سفير ويلي، که هند د پلوامه د بريد په غبرګون کې د پاکستان پرضد اقدام وکړو، نو دا به د امریکا او افغان طالبانو ترمنځ د افغانستان د سولې خبرې اغېزمنې کړي.

رويټرز په افغانستان کې د پاکستان د سفير زاهد نصرالله له قوله دغه خبر خپور کړی دی.

نصرالله دا بیان په داسې حال کې ورکړی چې تېره اوونۍ په هندي کشمير کې په هندي ځواک ځانمرګی بريد ترسره شوی او د ۴۰ نه زیات سرتيري يې پکې وژل شوي وو.

د بريد زمه واري جېش محمد نومې ډلې قبوله کړې او هند يې تور په پاکستان لګولی خو پاکستان يې رد کړی ؤ.

له دغې وروسته د هند وزيراعظم نريندرا مودي د پاکستان پرضد سخت بيان ورکړی ؤ.

نن د نهې، سه شنبې په ورځ د پاکستان وزیراعظم عمران خان د پلوامه د بريد په تړاؤ د هند تورونو ته غبرګون ويلی دی.

عمران خان ويلي هند بې د ثبوتونو په پاکستان تورونه لګولي او زياته کړې يې ده که هند په پاکستان په بريد وکړو پاکستان به ورته د سوچ پرته ځواب ورکړي.

د پاکستان د وزيراعظم بيان ته د هند لخوا په سمدستي ډول ځواب مخې ته نه دی راغلی. عمران خان د بريد په اړوند د هند څخه ثبوت هم غوښتی دی.

په کابل کې د پاکستان سفير دا بیان په داسې حال کې ورکړی چې د افغانستان د سولې دپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او طالبانو ترمنځ د فرورۍ په ۲۵ په قطر کې د خبرو پړاؤ ټاکل شوی دی.

voadeewanews.com

Comments
Loading...