که احتیاطي تدابیرعملي نشي کرونا به ۱۱۰ زره کسان په افغانستان کې ووژني

0 31

د عامې روغتیا وزارت وایي ښایی اتیا سلنه اوسیدونکي او یا له شپاړس میلیون ډېر کسان به په کرونا اخته شي.

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز خبرداری ورکړچې د وړاندوینې له مخې لږ ترلږه ۱۱۰ زره کسان به په افغانستان کې کرونا ووژني او ۲۱۰ زره نور کسان به تر جدي څارنې لاندې ونیول شي.

وزیر وویل يواځينۍ لاره، چې دا فرضيه ناسمه شي، بايد خلک له کورونو ونه وځي.

 د عامې روغتیا وزیر ټینګار وکړ چې که خلک سپارښتنو ته پام ونه کړي او په غونډوبندیز ونه لګول شي ښایی اتیا سلنه اوسیدونکي په دغې ناروغۍ اخته شي.

فیروز الدین فیروز وویل چې سر له سبا په هرات کې په ګرځیدو بندیز لګول کیږي او اجازه به ورنه کړل چې له دوو ډېر کسان په یوه ځای کې راټول شي.

فیروزالدین فیروز وویل  تر اوسه وضعیت تر کنترول لاندې دي، خو په راتلونکو ورځو کې به د مثبتو پېښو شمېر زیات شي.

د عامې روغتیا وزیر له هېوادونو چې په‌کې کرونا ویروس ډېره پراختیا موندلې وغوښتل چې افغانستان ته نوي ډيپلوماتان وانه‌ستوي.

Comments
Loading...