کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د طبي تجهیزاتو د اکمالولو پروژې په ګډون ۳۰ تدارکاتي موارد منظور شول

0 33

د ارګ خبرتیا باڼه:

د ۱۳۹۹ کال د ملي تدارکاتو لومړنۍ غونډه د افغانستان د اسلامي جمهوریت دجمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ پرون ماښام په ارګ کې ترسره شوه او کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د طبي تجهیزاتو د اکمالولو پروژې په ګډون یې ۳۰ تدارکاتي موارد منظور کړل.

په دې غونډه کې لومړی د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي ریاست سرپرست انجینر الهام عمر هوتکي د تېر کال کلیدي لاسته راوړنې بیان کړې او ملت ته د هغو د راپور ورکولو په اړه یې غونډې ته راپور ورکړ.

د اجنډا مطابق، پر ۳۵ تدارکاتي مواردود بحث او ارزونې په پایله کې له ۳.۵ میلیاردڅخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ۳۰ موارد کمېسیون منظور کړل چې په کې لاندې پروژې شاملېږي:

ـ کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د طبي تجهیزاتو د اکمالولو قرارداد؛

ـ د پوهنې وزارت اړتیا وړ په ۳۴ ولایتونو کې د ۷۰۰ ښوونځیو لپاره د کمپیوټر لب توکو د تدارک پروژې قرارداد؛

ـ د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې اړوند د ماورای کوکچه اوبولو کانال د بیارغاونې قرارداد؛

ـ له کندهاره تر هرات پورې د نوري فایبر پروژې د کیندنې، پایپونو او کېبلونو غځولو قرارداد؛

ـ د کلیو بیارغاونې او پراختیا وزارت اړوند په کندز ولایت کې د همکارو موسسو د ګمارلو پروژې قرارداد؛

ـ د ۱۳۹۹ کال لپاره د حاجیانو د اړتیا وړ دوه ډوله واکسین (مننجایټس او انفلونزا) د برابرولو او تدارک پروژې قرارداد په پرنسیپ کې منظور شو؛

ـ درې قراردادونه چې په کې د ارګ د داخلي ودانیو لپاره د قالینو برابرولو، د ۶۰ قلمه مساله جاتو د تهیې او تدارک، د حرمسرا او ګلخانې ماڼیو د بخار خانې پروژه (د مرکز ګرمي سیستم میخانیکي برخه او چیلر) شامل دي؛

ـ د ملي اردو د قطعاتو او جزوتامونو اړتیا وړ سبزیجاتو د برابرولو او تدارک پروژې قراداد.

د سیمه ییزو ارګانونو ادارې کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د تدابیرو نیولو لپاره د پولي صلاحیتونو د زیاتېدا په موخه غونډې ته وړاندیز وکړ چې کمېسیون منظور کړ.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، د دې کمېسیون لپاره د کرایي ودانۍ د پخواني قرارداد د دوام د منظورۍ غوښتنه غونډې ته وړاندې او ملي تدارکاتو کمېسیون منظور کړه. د ملي پراختیا شرکت ته دنده وسپارل شوه چې ټولې دولتي ودانۍ وارزوي او په اساسي ډول یې ترمیم کړي.

همداراز، کورنیو چارو وزارت له هند سره د دولت ـ دولت قرارداد له لارې د یاد وزارت د ۲۴۳ قلمه درملو د تدارک د ګمرکي محصول د معافیت د منظورۍ غوښتنه وکړه او کمېسیون منظور کړه.

ملي دفاع وزارت د پروان ولایت د نظامي پولیسو فرقې د زندان او توقیف خونو بندیانو او د کابل د تعلیمي مرکز د ملي اردو د جلب شویو کسانو د حمامونو د اړتیا وړ ۹ قلمه توکو د احتیاج د تثبیت په اړه د لارښوونې وړاندیز غونډې ته وکړ، په اړه یې لازمې لارښوونې وشوې.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د تدارکاتي بنسټونو مسوولینو ته، چې پر پروژو یې بحث وشو، ټینګار وکړ چې په پروژو کې له کورنیو تولیداتو څخه د استفادې کچه زیاته کړي، ځکه کورنیو تولیداتو ته د لومړیتوب ورکول په هیواد کې مختلف سکتورونه په پښو دروي او ورسره کارموندنه زیاتېږي.

په دې غونډه کې د کمېسیون پر غړو سربېره، د ملي تدارکاتو ادارې مسوولینو او د مشرانو جرګې د استازو په ګډون ملي څارونکو هم حضور درلود.

Comments
Loading...