کراکر: افغان حکومت باید د سولې مذاکراتو بیا پيل مهه برخه وي

0 36

افغانستان لپاره د امریکا پخواني سفیر رایان کراکر ویلي، که چېرې د امریکا او طالبانو مذاکرات روان وای، د افغان حکومت مشروعیت له جدي پوښتنو سره مخ کېده.

هغه ویلي، که دا ځل له طالبانو سره د سولې مذاکرات بیا پیلېږي، افغان حکومت یې باید له پيله یوه برخه وي.

د هغه په وینا، له طالبانو سره  امریکا خبرې، د افغان حکومت له حضور پرته بې مانا وې.

کراکر ویلي، امریکا باید وضعیت ته په کتلو له افغانستان څخه خپل سرتېري  وباسي او دغه کار باید د مهالوېش پر اساس وکړي، که چېرې مهالوېش نه وي، ناوړه پایلې به ولري.

Comments
Loading...