کابل: په ۵ میلیونه ډالرو یوه مجهزه سړه خونه جوړه شوه

0 76

خصوصي سکتور په لومړي ځل په کابل کې له لویې پانګونې سره پياوړې سړه خونه جوړه کړې.

دغه خونه د کرنیزو محصولاتو د ساتنې لپاره جوړه شوې.

مسولین یې وایي: ۵ میلیونه ډالره لګښت یې ورباندې کړی.

په دغه خونه کې تر ۵۰۰۰ ټنو پورې کرنیز محصولات تر ۶ میاشتو پورې ساتل کیدای شي.

کرنپوهانو دا لویه لاسته راوړنه ګڼلې او ویلي، چې افغان کرنیز محصولات به ورسره ښه بازار او دوام پيدا کړي.

Comments
Loading...