ښځينه پوليسې ډاکو په خپله مينه کې راګېر او زنداني يې کړ

0 59

په هند کې يو ډاکو د پوليسو لپاره سر درد ګرځېدلی و، چې هېڅ د پوليسو لاس ته نه ورته، خو يوې ښځينه پوليسو په خپله مينه کې راګېر او د واده وړانديز يې ورته وکړ، چې يې له راغوښتو سره سم ونيوه او زنداني يې کړ.

د هندي رسنيو د راپورونو په وينا، د هند په مدهيه پردېش ايالت کې يو ډاکو چې هر ځل به يې پوليسو د نيولو پلان جوړ کړ، هغه به ترې ډېر په اسانۍ تښتېدلو، ۵۵ کلن بدنام ډاکو بل کرشنا چوبی سره پوليسو ډېر نا اشنا کار وکړ او تر نيولو وروسته يې محکمې ته وړاندې کړ.

د وژنو او غلاوو په درځنونو پېښو کې ککړ د دغه ډاکو په نيولو کې ۳۰ کلنې ښځينه پوليسې مدهاوي اګني هوتري مهم رول ترسره کړ. ويل کېږي دغه ډاکو د خپلې ډلې کسانو سره د خپل واده ارمان کړی و او له هغوی يې غوښتنه کړې وه چې د واده لپاره دې ورته کومه نجلۍ يا ښځه پېدا کړي.

د يوه جاسوس له لارې دغه خبره پوليسو ته ورسېدله، چې له هغه وروسته ښځينه پوليسې مدهاوي خپل پخوانی انځور او د واده د وړانديز خط د خپل جاسوس په مرسته هغه ډاکو ته ورسولو، چې د څو خطونو تبادله کېدو وروسته دغه خطرناک ډاکو پوليسو ونيولو.

دواړو تر واده مخکې د ليدلو پرېکړه وکړه، چې دوه په دوه به سره ليدنه ترسره کوي او د ليدنې په ځای کې ورته له مخکې څخه په ساده کاليو کې پوليس ځای پر ځای شوي و. کله چې دغه خطرناک ډاکو بل کرشنا چوبی د يادې ښځینه پوليسې سره ليدنې ته راغی، نو هماغلته ځای په ځای ونيول شو او له هغه وروسته محکمې ته وړاندې شو چې اوس په زندان کې پروت دی.

Comments
Loading...