ډېلي نیوز: خلیلزاد افغان سوله کې شخصي اجنډا تعقیبوله

0 477

ډېلې نیوز خپرونې د افغان سولې په تړاو مطلب خپور کړی او کاږي چې له تېروتنو باید زده کړه وکړو او خلیلزاد د کار سړی نه دی.

مطلب لیکي چې خلیلزاد اوس هم شخصي اجنډا تعقیبوله او د طالبانو د کرکجن رژیم پر مهال یې هم د امریکا د تېلو کمپنۍ یونیکال په استازیتوب له طالبانو سره تجارتي اړیکې غوښتل.

مطلب بیانوي چې خلیلزاد له ۲۰۰۱ کال وروسته لاسته راوړنې په اوبو لاهو کولې که له طالبانو سره خبرې ختمې شوې نه وای.

مطلب سپارښتنه کوي، د دې پر ځای چې ذ طالبانو زړه لاسته راوړو، پدې پوهېدل اړین دي چې سوله د قوت، عقل او استقامت له لارې لاسته راځي، تر دې چې خلیلزاد د ملک (وایسرای) په توګه عمل وکړي. ټرمپ دې په بدل کې د افغانستان جمهوري نظم پیاوړی کړي تر څو دا هېواد نور هم د خلکو ښه نمایندګي وکړای شي او په مسولیت سره کار وکړي.

Comments
Loading...