ډیلي‌مېل: کرزی د دوبۍ سرمایه‌داره امپراتور

0 241

ډېلې‌مېل انګرېزي ورځپاڼې یوه راپور کې ادعا کړې چې پخوانی ولسمشر «حامد کرزی» د دوبۍ له لویو سرمایه‌دارانو څخه یو دی او هغه ته یې د شتمن امپراتور خطاب کړی دی.

دې ورځپاڼې کرزی پر فساد تورن کړی او پوښتنه کوي چې نوموړی دومره پیسې له کومه کړې، “په دوبۍ کې د کرزي کورنۍ اړوند کسانو د شتمنیو ارزښت تر ۹۰ میلیون پونډه زیات دی، خو سرچینه یې نه‌ده معلومه.”
په ۲۰۱۶ز کال کې هم د «پیپل‌ویت‌منيPeople with money» ورځپاڼې د نړۍ لس شتمن سیاسیون معرفي کړي وو چې ښاغلي کرزي پکې لومړی مقام خپل کړی و.
د ۲۰۱۶ز کال د دې راپور په بنسټ ویل شوي وو چې حامد کرزی په اوسط ډول ۸۲میلیونه ډالر په کلني ډول لاسته‌راوړي او شاوخوا ۲۴۵میلیون ډالره شتمني لري.

همدارنګه د میډیا‌میس نومي انټرنیټي پاڼې په ۲۰۱۸کال کې حامد کرزی د نړۍ له شتمنو سیاستمدارنو څخه بللی، خو د کرزي دفتر دا څرګندونې دروغ ګڼلې وې.

د کرزي اړوند دفتر د ډېلي مېل تازه راپور تړاو کوم سپیناوی نه‌دی کړی.

Comments
Loading...