ځانګړو ځواکونو تېره ورځ کابل کې ۱۳۸ نامسووله وسله وال نیولي دي

0 79

کورنیو چارو وزارت وايي، افغان ځانګړو ځواکونو تېره ورځ د کابل ښار مختلفو برخو کې ۱۳۸ نامسووله کسان نیولي او د هغوی ۵۱ عرادې موټر يې تر لاسه کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکي: د موټرو سربېره، له نامسووله وسله والو زیات شمېر وسلې هم تر لاسه شوي دي.

رحیمي وايي، تېره ورځ کابل کې د نامسووله وسله والو د مخامخ ډزو پر مهال، یو ملکی وګړی او د ملي اردو یو سرتېری شهیدان شوي دي او ۷ ملکي وګړي سخت ټپیان شوي دي.

د رحیمي په خبره، د نیول شویو کسانو دوسیې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.

امنیتی معین حوشال سادات په خپله فیسبوکپاڼه داسې لیکلي:

[[درنو هېوادوالو او د کابل معززو ښاريانو!

د ۱۸ سنبلې په مناسبت د شهيدانو اونۍ څخه ناوړه ګټه اخيستونکو ټولو هغه قانون ماتوونکو، د عامه امن او ښاري نظم اخلالوونکو او د خلکو رواني امنيت ګواښونکو پر خلاف پوليسو نن جدي اقدامات وکړل. د ټولو پوليسو، د CRU قطعې، کومانډو، کابل ګارنيزون او د ملي امنيت له منسوبينو خاص مننه کوم چې د خلکو له غوښتنو سره سم يې د ولګردانو او لنډغرو په خلاف عمل وکړ.

د جلالتماب جمهور رئيس له هدايت سره سم زمونږ ژمنه ده چې قانون به په ټولو غير له کوم تبعيض، سمتي او سياسي تمايلاتو پرته تطبيقوو. د ترهګرۍ، لنډغرۍ، جرايمو او فساد پر خلاف مونږ په ټوله مانا جدي يو. د پوليسو په ليکو کې اصلاحات مو لومړيتوب دی او دا چاره په ښه ډول روانه ده. افغانستان بايد لوستي، مسلکي، ژمن او په معاصرو تعليماتو استوار پوليس ولري. دا زمونږ هدف دی. د دې ټولو موخو د لاسته راوړلو لپاره د خلکو واقعي ملاتړ ته اړتيا لرو. وخت راکړئ چې هر اړخير اصلاحات راولو او د نظام اتورېته حفظ کړو.

د نن په څېر له خپلو پوليسو سره همکار او په خپلو امنيتي ځواکونو ډاډمن اوسئ.]]

 

 اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله بیا د امنیتي ځواکونو لخوا د لنډغرو وسله والو پر ضد د عملیاتو مخالفت کړی او ویلي یې دي چې دا کار غیر انساني و.

Comments
Loading...