پکتيکا کې د سیمه ییزې اردو ۸۴۰ سرتېرو خپله دنده پيل کړه

0 17

د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د سيمه ييزې اردو ۸۴۰ سرتېري له دوه مياشتنيو زده کړو ورسته خپلو سيمو ته د امنيت د ټينګښت په موخه لېږل کېږي. په دې اړه په جوړو شويو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت استازي ډګروال حبيب احصاري ويلي چې دغه ۸۴۰ سرتېري به د ملي اردو په چوکاټ کې په خپلو سيمو کې د امنیت د تامین دنده پر مخ وړي. هغه زياته کړه چې دوى به د پکتيکا ولايت د مرکز، اورګون، سروبي، ګومل برمل، خيرکوټ او جاني خېلو ولسواليو کې د محلي اردو په چوکاټ کې دندې تر سره کړي. د پکتیکا ځايي چارواکي وایي چې خلک دې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي او په دغه ولایت کې دې د امنیت په تامین کې ونډه واخلي. بلخوا مدني فعالان او د پکتیکا اوسېدونکي هیله من دي، چې دغه سرتېري وکړی شي په ياد ولایت کې د امنیت په تامین کې ګټور تمام شي.

Comments
Loading...