پټ څارې ادارې تایید کړه چې د هلمند موسی کلا کې یې د هند جزیرې لپاره د القاعده مشر وژلی

0 53

د ملي امنیت عمومي ریاست پر خپله رسمي ټویټر پاڼه د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې د هند جزیرې لپاره د القاعده شبکې د پاکستاني رهبر عاصم عمر په ګډون د دې شبکې د څوو نورو مهمو غړیو وژل کېدل ومنل.

ملي امنیت ټینګار کړی دی چې دغه کس د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د ځمکنیو او هوايي بریدونو پر مټ وژل شوی دی.

ملي امنیت ویلي، پر عاصم عمر د عملیاتو جریان کې د هغه نور مهم ملګري هم وژل شوي دي.

د روانې  تلې میاشتې په دویمه نیټه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړل چې د  القاعده شبکې ګڼ غړي په کې وژل شوي وو، چې تر څنګ یې ملکیانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وه.

Comments
Loading...