پټروېس: طالبان اوس هم القاعده سره پخې اړیکې لري

0 42

افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پخواني قوماندان جنرال ډیوېډ پټروېس وايي، د طالبانو او القاعده شبکې ملګرتیا لا هم شته ده.

پټروېس په خپله یوه تازه مقاله کې لیکلي، طالبان هڅه کوي د امریکايي ځواکونو په کاږلو، په زور سره د افغانستان حکومت ړنګ کړي.

د هغه په خبره، طالبان باید له نړیوالو ترهګریزو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي.

نوموړي ویلي، له القاعده شبکې سره د طالبانو د اړیکو پرېکون د سولې توافق مهمه برخه وه.

تر دې وړاندې هم ځينو پخوانیو او اوسنیو امریکايي چارواکو ویلي و چې طالبان لا هم له القاعده شبکې سره اړیکې لري او نه غواړي پرې يې کړي.

Comments
Loading...