په ۴ میاشتو کې نږدې ۱۰۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي

0 5

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د روان ۲۰۱۹م کال د لومړیو څلورو میاشتو پر مهال په بېلابېلو ولایتونو کې پر روغتیايي تاسیساتو د بریدونو له کبله ۹۹ مرکزونه تړل شوي دي.
له یاد سازمان نه په خپرو شویو مالوماتو کې زیاته شوې، دا پېښې د جګړې د ښکېلو خواوو له‌خوا د افغانستان د ۱۶ ولایتونو په ۳۸ ولسوالیو کې شوې دي.

د دغو بریدونو له امله ۱۱۴ روغتیايي مرکزونه زیانمن شوي چې له ډلې يې ۳ مرکزونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي، ۱۲ اغېزمن شوي او ۹۹ نور تړل شوي دي.

دغه سازمان همدارنګه زیاته کړې، په دې موده کې ۲۸ روغتیاپالان هم زیانمن شوي چې له ډلې یې ۱۱ کسان وژل شوي، ۱۰ ټپيان شوي او ۷ نور نیول شوي دي.

یاد سازمان داسې مهال پر روغتیايي تاسیساتو د بریدونو د زیاتېدو خبر ورکوي چې د نورستان چارواکیو تېره جمعه په دغه‎ ولایت کې د طالبانو له‌خوا د ۱۲ روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو خبر ورکړ.

Comments
Loading...