په کندز کې د طالبانو زندان مات او ۱۷ کسان آزاد شول

0 34

په کندز کې د وسله والو طالبانو یو زندان مات او بندیان یې آزاد شول.

د ملي امنیت مسوولین وايي دا زندان د کندز په خان آباد ولسوالۍ کې تېره شپه د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو له خوا مات شوی او ۱۷ کسان چې په دغه زندان کې ساتل کیدل آزاد شوي دي.

په کندز کې د ملي امنیت د یوې قطعې قوماندان صفی الله محمدي وايي دا زندان د دغه ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې و.

په دې وروستیو کې افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو له لسګونه زندانونو یو زیات شمېر ملکي او نظامي بندیان راخلاص کړي دی.

Comments
Loading...