په کابل کې په درمسال د وسله والو برید پای ته ورسېد

0 39

د کابل ښار په شوربازار سیمه کې د سکانو په درمسال د وسله والو برید پای ته ورسېد.

د کورنیو چارو وزارت وایي برید پای ته رسیدلی او ټول برید ګر وژل شوي دي.

دا نښته شپږ ساعته روانه وه.

د کورنیو چارو وزارت وایي په برید کې څلور برید ګر شامل وو چې ټول وژل شوي دي.

تراوسه د اوښتې مرګ ژوبلې کره شمېر نه دی روښانه شوی، امنیتي سرچینې وایي د مرګ ژوبلې کره شمېر به وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

د افغانستان د ملي امنیت یوې سرچینې ویلي چې برید د حقاني شبکې کړی دی، که څه هم طالبانو په دې برید کې لاس لرل رد کړي دي.

 مخکې یوه دولتي سرچینې د ۱۱ کسانو د وژل کیدو خبره کړې وه.

د ملي شورا یوه غړي ویلي وو چې د برید پروخت په درمسال کې تر ۲۰۰ پورې کسان په دیني مراسمو بوخت وو چې ډیرو ته یې مرګ ژوبله اوښتې ده.

Comments
Loading...