په پاکستان کې د سیلابونو د راوتو له امله ۱۶۱ کسه وژل شوي دي

0 113

د راپورونو له مخې له څو ورځو راهیسې د پاکستان په ګڼو ښارونو په تېره په کراچۍ کې سخت ورښتونه روان دي. د معلوماتو له مخې تر دې دمه د سیلابونو له امله ۱۶۱ کسه وژل شوي او ګڼ نور لادرکه دي. د پاکستان امنیتي چارواکي وایي چې دوی د خلکو په ژغورنه لګیا دي او هڅه کوي له زیانمنو سره مرستې وکړي. له دې سره هم مهاله په هند او چین کې هم سختو ورښتونو خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده. پاکستان هر کال د جولای او اګسټ په میاشت کې د سختو ورښتونو او سیلابونو شاهد وي چې له امله یې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

Comments
Loading...