په ټوله نړۍ کې د کرونا د قربانیانو شمېر ۱۱ زره او ۴۰۰ ته ورسېد

0 47

په ټوله نړۍ کې د کرونا له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۱ زره او ۳۹۹ ته ورسېد.

د رپوټونو له مخې په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس ۱۱ زره او ۳۹۹ کسان وژلي دي.  دا رپوټونه وایي چې تراوسه په دغه ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۷۵ زره او ۴۳۴ دی.کرونا په نړۍ کې ډېرکسان په ایټالیا کې وژلي دي.

په چین کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر ۳ زره او ۲۵۹ تنو ته رسیږي.

تر دې وروسته ایران د قربانۍ لوړه شمېره لري. دغه ویروس تراوسه په ایران کې د یوزر او ۴۳۳ کسانو ژوند اخیستی دی.

پاکستان کې هم پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۹۵ ته رسېدلی دی. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په دغه هېواد کې تر اوسه د کرونا ناروغي له امله درې کسان مړه او پنځه نور بیا بېرته روغ شوي او له روغتونونو رخصت شوي دي.

Comments
Loading...