په وزیرستان کې د پاکستان څلور پوځیان وژل شوي

0 90

د پاکستان حکومت وایي دا سرتیري په وزیرستان کې په ګزمه بوخت وو چې د وسله والو تر برید لاندې راغلل.

د پاکستان حکومت وایي په پېښه کې د یوه افسر په ګډون څلور پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

دوی د اوو وسله والو د وژلو ادعا هم کړې ده.

تراوسه د دغه برید مسوولیت چاپرغاړه نه دی اخیستی. په دغه سیمه کې د ډیورنډ کرښې ته څېره پاکستان طالبان  په پاکستاني ځواکونو بریدونه کوي.

Comments
Loading...