په هرات کې بیځایه شوې کورنۍ له ستونزو سره مخ دي

0 38

په هرات کې بیځایه شوې کورنۍ وايي په ژمي کې له ډیرو ستونزو سره مخ دي او دولت هم ورته هیڅ پاملرنه نه کوي. دوی وايي محلي اداره د مرستې ژمنه کوي، خو تراوسه یې ستونزې نه دي حل شوې. په هرات کې له ۱۵۰ زرو ډير بیځایه شوې کسان ژوند کوي. دوی له تیرو پنځو کلونو را په دیخوا د جګړې، بې وزلۍ او وچکالۍ له امله له بادغیس، فراه او نوروولایتونو څخه هرات ته راغلي دي. ډیرې بیځایه شوې کورنې په خیمو کې ژوند کوي چې د ژمي په پیلیدو سره یې ژوند له ستونزو سره مخ شوی. دوی له دولت شکایت کوي چې ستونزو په حل کې ورسره هیڅ مرسته نه کوي. محلي مسوولین له بیځایه شویو کورنیو سره په مرسته او ملاتړ ټینګار کوي. د هرات ولایت مرستیاله مونسه حسن زاده وايي د نورو موسسو ترڅنګ دولت هم د خپل توان په کچه هرکال له دغه کورنیو سره مرسته کوي. د سرپناه ، څښاک اوبو او غذایي توکو نشتوالی په هرات کې د بیځایه شویو کورنیو لویه ستونزه ګڼل کیږي.

Comments
Loading...