په نیویارک کې په یوه ورځ کې لس زره کسان په کرونا ویروس اخته شوي

0 37

د وروستیو شمېرو له مخې د امریکا په نیویارک کې د بل هر هیواد په پرتله په کرونا د اخته کسانو شمېر لوړشوی دی.

په دغه ایالت کې یوازې د پنجشنبې په ورځ لس زره کسان په کرونا اخته شوي او ټول شمېر یې  ۱۵۹ زره او ۹۳۷ ته رسیدلی دی.

تر دې مخکې په اسپانیا کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۱۵۹ زره او ایټالیا کې هم په کرونا د اخته کسانو شمېر ۱۴۳ زره کسان وو.

 په چین کې چې ددغه ویروس د خپرېدو لومړی ځای و ۸۲ زره کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.

  په امریکا کې تر نن پورې په کرونا د اخته کسانو شمېر۴۶۲ زره و او نیژدې شپاړس زره او ۵۰۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

 دا چې په کرونا د اخته کسانو شمېر له ټولو هېوادونو څخه په نیویارک کې لوړ دی ، خو په مړو شویو کسانو کې له اسپانیا وروسته راځي.

په نیویارک کې د مړو شمېر اوه زره ، په اسپانیا کې پنځلس زره او پنځه یوه ، په ایټالیا کې اتلس زره دی.

Comments
Loading...