په ننګرهار کې ۷ داعشیان نیول شوي

0 37

د ننګرهار امنیې قومنداني چارواکي وایي، په جلال‌اباد ښار او ځینو ولسوالیو کې یې د یوه وسله‌وال طالب په ګډون، د داعش ډلې اووه غړي نیولي دي.
د چارواکیو په خبره، یادو داعشیانو په جلال‌اباد ښار او ولسوالیو کې د دولت ضد فعالیتونه کول چې د امنیتي ځواکونو له لوري په یو لړ ځانګړیو عملیاتو کې ونیول شول.
له یادې قومنداني په خپرو شویو مالوماتو کې زیاته شوې، امنیتي ځواکونو یو انسان تښتوونکی د خوګیاڼو ولسوالي په اړوند سیمه کې نیولی چې د وسله‌والو طالبانو فعال غړی و.
سرچینې د نیول شویو کسانو د هویت په اړه څه نه‌دي ویلي، خو زیاتوي له داعیشیانو او وسله‌وال طالبه د ننګرهار په امنیې قومنداني کې څېړنې روانې دي.

Comments
Loading...