په فراه کې په ۳۰۰ جریبه ځمکه د عنابو بڼونه جوړیږي

0 38

د افغانستان د کرنې وزارت په پام کې لري چې په فراه کې د عنابو سل بڼونه جوړکړي.

د کرنې او مالدارې وزارت ویاند اکبر رستمي وايي د کرنې وزارت په دغه ولایت کې د ۱۰۰ باغونو د جوړولو لپاره ۱۶ زره نیالګي په بڼوالو ویشلي دي.

رستمي وایي دغه باغونه د فراه په پشت رود ولسوالۍ کې جوړېږي.

د افغانستان  د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې  فراه د هېواد په کچه د عنابو تر ټولو مهم تولیدونکی ولایت دی چې  اوس  په کې په ۱۲۰۰ هکتاره ځمکه عناب کرل شوي دي.

 د مسؤلینو د معلوماتو له مخې کرنې وزارت په پام کې لري چې سږکال په ۳۰۰ جریبه ځمکه کې د عنابو باغونه جوړ کړي.

په فراه کې د کرنې ریاست وایي فراه د عنابو له پاره ښه اقلیم لري.

عناب د هېواد په ځینو سېمو کې په خپل سر شنه کېږي او په ځینو نورو سيمو کې بیا د کرنې وزارت او خلکو له خوا کرل کېږي.

Comments
Loading...