په فراه کې د طالبانو له‌خوا ۷ تښتول شوي ملکیان خوشې شول

0 33

د فراه امنیتي چارواکي وایي، څو ورځې وړاندې په پرچمن ولسوالي کې د وسله‌والو طالبانو له لوري ۷ تښتول شوي ولسي وګړي خوشې شوي دي.
له کورنیو چارو وزارت نه په خپرو شویو مالوماتو کې زیاته شوې، دا کسان د ګډو ځواکونو د عملیاتو په پایله کې راخوشې شوي دي.
د فراه د امنیې قومنداني ویاند محب‌الله محب زیاتوي، خلکو هم د دوی په خوشې کېدو کې همکاري کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې وسله‌والو طالبانو د تلې په ۶مه دغه کسان له ځان سره نامالوم ځای ته بیولي وو.
که څه هم امنیتي چارواکي وایي، تښتول شوي کسان د طالبانو له‌خوا ځورول شوي او ناسم چلند ورسره شوی، خو وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

Comments
Loading...