په سوریه کې یوه بله پوځي چورلکه رانسکوره شوه

0 54

د سوریې حکومت وایي پرون یې یوه بله پوځي چورلکه د حلب په فضا کې ویشتل شوې ده.

دا په یوه اونۍ کې د سوریې او ترکیې ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو سره د سوريې د پوځ دویمه چورلکه ده چې  راغورځول کیږي.

 حلب د سوریې په شمال لویدیځ کې د رژیم د وسله والو مخالفینو وروستی تمځای دی.

د سوریې دولتي سرچینې وايي  چې یوه پوځي چورلکه یې په مزايل ویشتل شوې او په کې سپاره ټول کسان وژل شوې دي.

دا سرچینه وایي چورلکه  هغې سیمې ته نږدې ويشتل شوې چې د ترکیې پلوي، د آزادۍ د ملي جبهې وسله وال فعال دي.

د ترکیې ځواکونو او د سوریې حکومتي ځواکونو په دې سیمه کې څو ځلې نښتې کړې دي.

Comments
Loading...