په روسیه کې د وسلو په یو ډیپوکې چاودنه شوې

0 127

په روسیه کې په یوې پوځي ډیپو کې  د چاودنې له کبله د سیمې نه  ۱۶ زره او ۵۰۰ تنه  خوندي سیمو ته  انتقال کړی شول.

د روسیې د تاس خبري اژانس د خبر له مخې  د روسیې د بیړنیو پيښو  ریاست  ویلي دي چې چاودنه  د کراسنو یارسک  په سیمه کې د پوځ اړوند په یوه ډیپو کې  رامنټځته شوې ده.

یاد شوي ریاست ویلي دي چې  د نوموړې ډیپو ترڅنګ  د خلکو د ځان  د امینت په خاطر ۹ زره او ۵۳۳ تنه  تخلیه شوي او څه باندې ۷۰۰۰ زره تنه د خپلو امکاناتو سره  امنو سیمو ته سفر کړی دی.

ددې سربیره  په درې ښارونو او دوو  کلو کې  ۳۰ موقتي سرپناه ګانې  جوړې شوي دي او ۳ زره ۸۵۷ تنه پکې ځای په ځای شوي دي.

ویل کیږي پدې ډیپو کې چې چاودنه  شوې ده تر ۲۰۰۰ ډیر مهماتو  شتون درلود.

trt.net.tr

Comments
Loading...