په جوزجان کې ۲۱ وسله وال وژل شوي

0 38

په جوزجان کې په هوایی برید کې ۲۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت وایي دا بریدونه تیره شپه د دغه ولایت د منګجیک ولسوالۍ په دوو سیمو کې په وسله والو شوي دي.

د ملي دفاع وزارت وایي دا وسله وال د ماینونو په خښولو او سنګرونو په کیندلو بوخت وو چې تر برید لاندې راغلل.

Comments
Loading...