په تېرو څلورویشت ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا اوه دېرش نوې پېښې ثبت شوې

0 48

د عامې روغتیا وزارت وایي په تیرو څلورویشت ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا اوه دېرش مثبت پېښې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت وایي په تېرو څلور ویشت ساعتونو کې په کابل کې شپاړس، په  هرات کې اته ،کندهار کې دوې، په لوګر کې دوې، په دایکندي کې دوې ، په تخار کې دوې او په بامیان ، غور ، بادغیس ، نیمروز او پروان کې یوه یوه  پېښه ثبت شوې ده.

وزارت وایي په دې سره په هېواد کې د کرونا د ټولو ثبت شویو پېښو شمېر ۵۲۱ ته رسیږي.

Comments
Loading...