په بامیانو ولایت کې په پنځه لس کلنې نجلۍ جنسي تیری شوی

0 109

د بامیانو ولایت سیمه ایز چارواکي په دې ولایت کې د نامعلومو کسانو له لوري په ۱۵ کلنۍ نجلۍ باندې د جنسي تیري خبر ورکړی دی

د بامیانو امنیه قومندانۍ ویاند محمد رضا یوسفي نن د تلې په پنځمه باندې ویلي دي چې تیره ورځ نامعلومو کسانو ددې ولایت مرکز اړوند “دوست بیک فولادي” سیمه کې په ۱۵ کلنه نجلۍ باندې جنسي تیری کړی دی.
د یوسفي په خبره نامعلومو کسانو په داسې وخت کې په دې نجلۍ باندې جنسي تیری کړی چې نجلۍ د سیند خوا کې په کالیو وینځلو باندې بوخته وه.
د بامیانو امنیه قومندانۍ ویاند زیاتوي چې د دې پيښې عاملین له سیمې څخه تښتیدلي دي خو دده په خبره پيښه د پولیسو له لوري ترڅیړنې لاندې ده.
ویل کیږي چې نجلۍ روغتون ته استول شوې او روغیتايي حالت یې د ډاډ وړ دی.

Comments
Loading...