په ارګ کې د هیوادوالو د شکایتونو د ثبت او ارزولو مرکز جوړ شو

0 61

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني د لارښوونې پر بنسټ د وطنوالو د شکایتونو، نظریاتو او وړاندیزونو د ترلاسه کولو او ارزولو د اسانتیا په خاطر د ټیلیفون له لارې د هیوادوالو د شکایاتو د ثبت او ارزولو مرکز په ارګ کې ایجاد شو.

په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړ شوي وو، د جمهوري ریاست عالي مقام د دفتر رئیس ډاکټر فیض الله کاکړ د دغه مرکز جوړول د دولتي بنسټونو کړنود څارنې او د خلکو مطالبو ته د رسیدګۍ په برخه کې مهم وباله.

هغه وویل: دېته په کتو چې د جمهوري ریاست بنسټ د وطنوالو د ټولو مطالبو، وړاندیزونو، نظریاتو او شکایتونو د قانوني رسیدګې پر وړاندی ځان مسوول ګڼي، دغه مرکز د جمهوررئیس د مستقیمې لارښوونې پر بنسټ جوړ شوی.

ډاکټر فیض الله کاکړ، د خلکو شکایتونو او مطالبو ته موثره رسیدګي د ښې حکومتولۍ په برخه کې ارزښتناک ګام وباله او د حکومتولۍ په لوړه کچه یې د دغه مرکز پر پراختیا ټینګار وکړ.

د هیواد دننه او بهر ټول هیوادوال ۲۴ ساعته کولای شي ۵۰۰۰ شمېرې سره د تماس له لارې د جمهوري ریاست بنسټ سره په اړیکه کې شي او خپل شکایتونه، نظریات او وړاندیزونه د قانوني مرحلو د بشپړولو او رسیدنې په خاطر انتقال او ثبت کړي.

په همدې ترتیب، به د وطنوالو شکایتونه، نظریات او وړاندیزونه له ثبت وروسته اړوندو ادارو او مراجعو ته د مرحلو د بشپړولو په خاطر استول کېږي او د اجرااتو بهیر به یې هم د موظف ټیم پر مټ تعقیب او د اجرااتو د څرنګوالي په اړه به یې شکایت کوونکو ته اطلاع ورکول کېږي.

Comments
Loading...