پنځوس میلیارده پاکستانۍ کلدارې له ننګرهاره وتلي دي

0 1،265

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وایي، د پاکستانۍ کلدارو خلاف له سخت کمپاین وروسته، شاوخوا ۵۰ میلیارده کلدارې له دغه ولایت څخه ایستل شوي دي.

میاخېل ویلي، د پاکستانۍ کلدارو خلاف مبارزه په چټکۍ سره روانه ده، خو ځینې کړۍ شته چې غواړي دغه پروسه ناکامه کړي.

هغه زیاته کړې، نرخونه کنټرول دي او لا به هم کنټرول شي.

میاخېل ویلي چې میلیاردونه افغانۍ او میلیونونه ډالر د ننګرهار مارکیټونو ته ننوتي دي.

نوموړي ټینګار کړی چې ننګرهاریان نور کلدارې په جېب کې نه ګرځوي.

Comments
Loading...