پر مخابراتو وزارت برید کې د بریدګرو ترڅنګ ملکیانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې

0 17

کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې پر مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت پر شوي برید کې څلور ترهګر وژل شوي دي.
په یاد برید کې ۴ ملکیان او ۳ افغان سرتېري شهیدان شوي او ۸ نور ملکیان ټپیان دي.
د خبرپاڼې له مخې، امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د مخابراتو او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو له ۲۸۰۰ زیاتو کارکوونکیو ژوند د ځانګړیو تکتیکونو له لارې ژغورلی دی.
په همدې حال کې د کابل امنیه قوماندان سیدمحمد روشندل وایي، بریدګرو هڅه کوله چې د وزارت په ودانۍ کې ځان د اطلاعاتو مرکز ته ورسوي او دغه راز د وزارت په ودانۍ کې کارکوونکي په نښه کړي، خو امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله او ټول یې له پښو وغورځول.
وسله‌والو طالبانو ویلي، په کابل ښار کې نننی برید د دوی کار نه‌دی او کومې بلې وسله‌والې ډلې هم تراوسه د دغه برید مسوولیت نه‌دی منلی.

Comments
Loading...