پر افغان توکو بار رېل “اورګاډی” د ازبکستان او قزاقستان له لارې چین ورسېد

0 81

پر افغان توکو بار هغه اورګاډی چې درې ورځې مخکې یې له بلخ ولایت حرکت کړی و، د ازبکستان او قزاقستان له لارې چین ته ورسېد.

په دې اورګاډي کې غالۍ، وچه مېوه او درملو کې کارېدونکي مواد بار و چې درې ورځې مخکې يې د بلخ له حیرتان بندر حرکت کړی و.

د اقتصادي چارو شنونکي بیا خوښي څرګندوي، هر څومره چې اقتصادي لارې پرانېستل شي، هغومره د هېواد په اقتصادي وضعیت کې ښه والی راځي.

افغانستان د اورګاډي سربيره، له زیات شمېر هېوادونو سره هوايي دهلېزنه هم پرانېستي دي چې ښه نتیجه یې ورکړې ده.

Comments
Loading...