پاکستان وايي لسګونه هندي بندیان له زندانونو ازادوي

0 21

 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي ددغه هېواد حکومت پرېکړه کړې چې ۳۶۰ هندي بندیان به ازادوي او هند ته یې سپاري. ددغه وزارت ویاند وايي، یاد کسان تر ډېره کب نیوونکي وو، چې د پاکستان اوبو ته په غیر قانوني توګه د ننه شوي وو. پاکستانی حکومت وایي ددغو کسانو د بند موده پوره شوې ده او په څلورو مرحلو کې به هندي حکومت ته وسپارل شي. نړیوالې رسنۍ بیا په دې باور دي، چې پاکستان غواړي په دې توګه بېرته د هند زړه وګټي او رامنځ ته شوی کړکېچ یو څه ارام کړي.

Comments
Loading...