پاکستان: هڅه کوو له هند سره دښمني په دوستي بدله کړو

0 36

د پاکستان او هند چارواکي هغو هندي سیکانو ته د بې ویزې تګ راتګ لپاره د پولې پر پرانیستلو خبرې کوي چې غواړي په پاکستان کې د سیکانو مذهبي ځایونو ته لاړ شي. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راویش کومار وویل، د دواړو لوریو ترمنځ د اتاري په سرحدي ښار کې خبرې وروسته له هغه پیل شوې چې پاکستانی پلاوی نن د هند خوا ته واوښت. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل چې د پاکستاني پلاوي مشري کوي، خبریالانو ته وویل، د دوو هېوادونو ترمنځ د پولې پرانیستلو هدف په دوستۍ د دښمنۍ بدلول دي.

Comments
Loading...